د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

هالنډ په افغانستان کې په خپل نوي ماموریت غور کوي


د هالنډ حکومت له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت په اړه غور کوي.

د هالنډ چاپ ولکس کرانت Volkskrant ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هالنډ حکومت غواړي د را روان ۱۳۹۰هـ.ل کال له پیل وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په مقصد350 تنه پوځي کارپوهان او صاحب منصبان افغانستان ته واستوي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې هالنډ خپل ځواکونه یوازې څو میاشتې مخکې له افغانستانه واېستل.

د راپور له مخې هالنډي روزونکي به پلازمېنې کابل او کندز ولایت ته واستول شي او هلته دېره جرمني ځواکونه به په چارو کې مرسته ورسره کوي، راپور زیاتوي چې هالنډ همدا راز غواړي خپلې څلور اف شپاړس F-16 جنګي جټ الوتکې او ورسره 120 تنه پوځي پرسونل په افغانستان کې پرېږدي. په پام کې ده چې د هالنډ کابینه نن جمعه په خپله غونډه کې په دې اړه بحث وکړي.

هالنډ د ناټو لومړی غړی هېواد دی چې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د دې ماموریت پرسر په هغه هېواد کې د رامنځ ته شوېو سیاسي لانجو له امله، چې په نتیجه کې یې حاکم ائتلاف ړنګ شو، په را روان دوبي کې رسما پای ته رسوي.

هالنډ په افغانستان کې نژدې دوه زره سرتېري لرل چې ډېره برخه یې له ۲۰۰۶ کال راهیسې په ارزګان ولایت کې دېره وو. له دې ډلې ۲۴ تنه له وسله والومخالفانو سره په جګړو کې مړه او ۱۴۰ تنه نور ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG