واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امريکا او ناټو د مرستو په باب ليکلي، متحد ايالتونه او ناټوغواړي چې روان کال به د افغانستان پر امنيتي ځواکونو يوولس مليارده او شپږ سوه میليون ډالره ولګوي.
څرنګه چې د وسله والو سخت دريځو پرضد په جګړه کې افغان ځواکونو ته د مسووليت پر سپارلو فشار زيات شوی دا تر ټولو زياتې پيسې دي چې په يوه کال کې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهيز لپاره په پام کې نيول کېږي.
په افغانستان کې د ناټو د روزنيزو چارو د قومندان جنرال کالډويل په وينا د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال نوې بودجه ټولټال شل مليارډه ډالرو ته رسېږي چې د تېرو اوو کلونو تر ټولې بودیجې زياته ده.
واشنګټن پوسټ زياتوي: په ځانګړو شوېو پيسو تر اوسه پورې څلورويشت زره فورد رېنجر، څلور اويا زره مخابرې، څلورڅلوېښت هيلي کوپترونه، يولکو اته زره نهه ميلي متري تومانچې او څلورماين موندونکي ماشينونه پېرودل شوي دي.
يوه امريکايي مقام چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته وويل:افغانان زغرګاډي، ټانکونه، جټ الوتکې او نورې درنې وسلې غواړي، خو موږ فکر کوو چې دا يو خيال دي.موږ دوي ته داسې وسايل ورکوو چې افغانستان اوس وخت ورته اړتيا لري.
کرسچن ساينس مانيټر:
د امريکا يوې بلې ورځپاڼې (کرسچن ساينس مانيټر) پاکستان ته د سولې د عالي شورا د هيات د سفر په هکله په يوه مقاله کې ليکلي:اسلام اباد ته د برهان الدين رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا د جګ پوړي پلاوي سفر په پاکستان کې د پنجاب د والي د قتل او په واکمن ايتلافي حکومت کې د درز تر سيوري لاندې راغلي دي.
د دې ورځپاڼې له ليکنې سره سم د رباني د ماموريت هدف دا دی چې له پاکستانه وغواړي چې طالبان خبرو اترو ته وهڅوي، خو دا مسله له دې سره تړلې ده چې اسلام اباد قناعت حاصل کړي چې د رباني په ګډون څوک چې له دوي سره خبرې کوي که له هند سره تاريخي اړيکې لري نو د پاکستان دوستان هم دي.
د مذاکرو د چارو يو کارپوه ميکاييل سمپل وايي، فکر کوم پاکستان ته د افغان هيات سفر د دې ښکارندوي دي چې هم کابل او هم امريکا تاييدوي چې د پاکستان لاس وهنه اساسي مسله ده.
کرسچين ساينس مانيتر ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې په کابل کې د پاکستان د پخواني سفير رستم شاه مومند له خولې ليکلي چې وايي: تر څو چې په خبرو کې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل مطرح نه وي، خبرې مانا نه شي لرلي.
د ښاغلي مومند په وينا که ښاغلي رباني د اي ايس اي له پخواني مشر جنرال حميد ګل سره هم وويني همدا خبره به ترې واوري.