د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

افغانزوی: ایران دې له افغانستان سره د سوداګرۍ شوی تړون له پامه نه غورځوي


Afghanistan--Afghan trade and Commerce ministry spokesperson Farhad Afghanzoi, 10June 2010
Afghanistan--Afghan trade and Commerce ministry spokesperson Farhad Afghanzoi, 10June 2010
په داسې حال کې چې د ایران له خوا د افغانستان د تیلو د ایسارېدو له امله د تیلو د بیو پورته کیدو، پراخی اندیښنې راپیدا کړي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، چې د ستونزې اواري ته یې تازه هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند فرهاد افغانزوی د سې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې په دې برخه کې افغانستان له ایران سره یو معتبر لاسلیک شوي تړون لري او هیله ده، چې ایراني چارواکي، د هغې له مخې افغانستان ته د تیلو د وررسیدو مخه ونه نیسي:

"همدا اوس چې له تاسې سره خبرې کوم د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د ایران له سفیر سره په خبرو بوخت دی، ترڅو ستونزه ډېر اواره شي. هیله ده ایران په دې برخه کې د افغانستان او ایران ترمنځ په شوي تړون عمل وکړي، بیا هم ډیره هیله شته، چې دا ستونزه حل شي."

افغانزوی وویل، سره له دې، چې ایراني چارواکي په اوونۍ کې د تیلو پنځوس یا شپیته ټانکرونو ته اجازه ورکوي. خو دا په هېواد کې تیلو ته د اړتیا ستونزه نه شي اوارولی.

په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، اوسمهال د افغانستان د تیلو کابو دوه زره ټانکرونه، د ایران په خاوره کې د افغانستان پولې ته نږدې په لس کیلو مترۍ کې، چې د خوندیتوب ضمانت یې هم نه شته ولاړ دي.

ده پرافغان او ایراني چارواکو غږ وکړ، چې په سیمه کې دې د سوداګرۍ پراختیا ته چې د داوړه هېوادونو په ګټه ده، جدی پاملرنه وکړي او د ستونزې د پیدا کولو پر ځای دې یې اسانیتاوې ته تدابیر ونیسي.

خانجان الکوزي د ده اندیښنه داسې بیان کړه:

"د ایران پر پوله د افغانستان شپیته زره ټنه تیل ایسار دی، دا د پنځه پنځوس میلیونو ډالرو ارزښت لري، افغان سوداګراندیښنه لري، ځکه چې دوی د مختلفو بانکونو څخه پیسې پور کړي او سوداګرۍ یې پرې روانه کړې ده."

کابو دوه میاشتې کیږي، چې ایراني چارواکو د افغانستان یوزرو نهه سوه د تیلو کانټینرونه د دوی په خاوره کې ځنډولي دي.

دې مسالی په افغانستان کې د تیلو بیو پورته کړې او د خلکو ورځنی فعالیتونه او ترانسپورتي نظام یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
XS
SM
MD
LG