ابزرور:
بریتانوۍ ابزرور ورځپاڼه د افغانستان د جګړې په اړه په یوه مطلب کې لیکي، سږنی کال د افغانستان د جګړې لسم کال دی او د پلان سره سم سږ کال بریتانوي ځواکونه له دې هیواده په وتلو پیل کوي.
خو د ورځپاڼې په وینا نور په دې هیواد کې د دغه پوځي ماموریت د بریالیتوب خبره څوک نه کوي. په دغه هېواد کې هغه ابتدایي هدفونه چې افغانستان د طالبانو د سختې واکمنۍ له شره خلاص شي او نور دا هیواد د القاعده لپاره یوخوندي پناه ځای نه وي، د جګړې له پيل څو میاشتی وروسته ترلاسه شوی دی.
د ورځپاڼې په وینا له هغې راوروسته دا ډیره ګرانه ده، چې څوک دی وکوالای شي بریالیتوب سم تعریف کړي.
ابزرور له یولړڅرګندونو وروسته لیکي، پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ایتلافی ځواکونو د جګړې د پیل توجیه هم د طالبانو د رژیم ړنګول او د القاعده ځپل ښودل شوی. خو د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د موجودیت لپاره اوس د غه د لیل ډېر کمزوری ښکاري.
ورځپاڼه لیکې، القاعده له یوشمېر هیوادونو څخه فعالیت کوي، له کمزورو رژیمونو څخه چې دولتونه یې ناکامه دي یا د ناکامۍ په حال کې دي، ګټه پورته کوي.
بریتانیا ته له یمن، سومالیا او د پاکستان له قبایلي سیمو څخه واضح ګواښ متوجه دی. هیڅوک د دې شي وړاند وینه نه کوي، چې ناټو ځواکونه دې دغو ټولو هیوادونو ته واستول شي ترڅو دا هېوادونه ترکنټرول لاندې راولي او هغه سیمې له سخت دریځو جهادیانو تصفیه کړي، چې قانوني حاکمیت په کې نه دی ټینګ.
ابزرور د دې مطلب په پای کې لیکي، د افغانستان جګړه وروستي پړاو ته رسیدلې، د تروریزم ضد ستراتیژۍ توجیه نوره ډېره کمزورې شوې.
له دغه هیواده روان کال ځواکونه په دې خاطر په وتلو پیل نه کوي، چې ګواکې دوی دغه جګړه ګټلې یا بایللې بلکې نور د دوی ستراتیژیک ماموریت پای ته رسیږي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکی، د امریکا د کورني امنیت وزیرې افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د شنبې په ورځ وویل، چې وزارت یې په پام کې لري، چې په راتلونکو کلونو کې په دې هیواد کې فعالیتونه پراخ کړي.
هغې وویل وزارت یې غواړي د افغان پولیسو او ګمرکي مامورینو د روزلو لپاره ۵۴ نور روزونکي او ماهران افغانستان ته ولېږي څو افغانان خپلې پولې ښه وساتلی شي.
د هغې په وینا د دوی د ماموریت اصلي هدف دا دی، چې له هېواده د غیرقانوني نغدو پیسو د انتقال مخه ونیسي. د ورځپاڼې په وینا له دغو غیرقانوني پیسو څخه د دې ترڅنګ چې د غیرقانوني فعالیتونو لپاره کاراخیستل کیږي، هغه د رشوت او د مخدره موادو د سوداګري له بابته په ترلاسه شویو عوایدوهم خپل سیوری غوړوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وړاندې لیکي، له افغانستانه بهرته د نغدو پیسو، مخدره موادو، قیمتي غمیو، تاریخي اثارو او لرګیو قاچاق له ډیرو مودې راهیسې په زغرده روان دی، چې په دې توګه هرکال سلګونه میلیونه ډالرپه غیر قانوني توګه له دې هیواده وځي.
د ورځپاڼې په وینا ډېر شیان د ځمکې له لارې بهرته قاچاق کیږي خو نغدې پیسې اکثرا د هوا له لارې دوبی او نورو ځایونو ته انتقالیږي.
واشنګټن پوسټ په دې اړه د تیرکال د یوې پیښې یادونه کوي، چې په ترڅ کې یې د افغانستان یوه مشهوره سیاسي څیره په دوبی کې له نغدو پیسو ډکو څو بکسونه سره د سرحدي پولیسو له خوا د یوې مودې لپاره تم کړای شو.
د واشنګټن پوسټ په وینا د امریکا د کورني امنیت وزیرې وویل، افغان او امریکایي چارواکي د دې ترڅنګ چې له دې هیواده د غیرقانوني قاچاق د مخنیوي لپاره په ګډه کارکوي په عین حال کې هڅه کوي، چې دا هیواد په سیمه کې د سوداګری لپاره په یوې ښې ترانزیتي لارې بدل شي.