د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۰

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوه سیمه ایزه شورا جوړه شوه


د پكتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ د قومي مشرانو او با نفوذه سپين ږيرو سيمه ايزه شورا د يوې غونډې په ترڅ كې جوړه شوه .

دغه شورا چې په پرانیسته كې يې د پكتيا ولايت د مرستيال والي عبدالرحمان منګل، د ولايتي شورا او نورو دولتي چارواكو په ګډون د ځاځي اريوب ولسوالۍ سلګونه قومي مشرانو په كې ګډون كړى و، د پنجشنبې په ورځ جوړه شوه.

مرستيال والي عبدالرحمن منګل د غونډې برخه والو ته په خپله وينا كې وويل، چې د دې شورا لومړى هدف دا دى چې په سيمه كې د قومونو تر منځ شته لانجې او شخړې هواري كړي او تر څنګ به يې په دې ولسوالۍ كې د بيارغونې او جوړونې چارې هم له نږدې څاري .

نوموړي دا هم وويل، چې د امكان تر بريده به دغه نوې جوړه شوې شورا د دولت د وسله والو مخالفانو له سيمه ييزو قوماندانانو او جنګياليو سره هم د سولې او روغې جوړې په موخه خبرې كوي.

دغه نوې جوړه شوې شورا چې په ځاځي اريوب ولسوالۍ كې د مېشتو قومونو له ۴۰ تنو مشرانو څخه جوړه شوه، په اړه يې ولسوال ازاد خان غونډې ته په وينا كې وويل، دغه شورا به د ولسوالۍ په كچه د موجودو ستونزو په هوارولو كې ورسره مرسته وكړي.

د يادې ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملنګيار وايي، چې د دې شورا په جوړېدو خوښ دى، خو تر څنګ يې له افغان دولت غوښتنه كوي چې دې او دېته ورته شوراګانو ته دې په درناوي قايل شي.

دوي ويل يوازې دا نه چې د شورا له لارې به د سيمې لانجې او د بيا رغونې په چارو كې چټكتيا راشي بلكې له دې سره به په سيمه كې د سولې او بيا روغې جوړې لمنه هم وغوړېږي او په دې سره به د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره هم د خبرو كولو زمينه برابره شي.

پاتې دې نه وي چې د ولسواليو دا شوراګانې د ټول هېواد په كچه د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې له خوا جوړېږي چې له دې وړاندې د پكتيا په پنځو نورو ولسواليو كې هم ورته شوراګانې جوړې شوې دي.

راپور-لمرنیازی،پکتیا
XS
SM
MD
LG