د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

په کابل کې پر بې وزلو د خوراکي توکو د ویش د لړۍ یو څوعکسونه

د افغانستان د سوداګرۍ خونې پتییلې ده چې د ژمي په سړو شپو ورځو کې له بې وزلو سره د خوراکي موادو او پوښاک مرسته وکړي.

په دې مناسبت د پنجشنبې په ورځ په زرګونو خلک د دې خونې مخې ته راټول شوي و، د سوداګرۍ د خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل، غواړي چې د سوداګرۍ د خونې د صندق له لارې، د یولکو پنځوسو زرو امریکایي ډالرو په ارزښت، له درې زرو بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړي.

بې وزلي، سره له دې چې په دغو مرستوخوښ و، خو له دولت او نورو موسسو یي هم هیله کوله، چې هغوي دې هم ورسره په دې موسم کې مرستې وکړي، ځینو په دې ټینګار کاوه چې مرستې دې په رښتینو مستحقو وویشل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG