د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ چې د هنرونو د لېسې پر ځای جوړ شوی ګڼو ځوانانو ته یې د موسیقۍ د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

افغاني موسیقۍ ځانته رنګ او خوند لري خو دغې موسیقۍ ته تر اوسه هسې چې ښایي پام نه دی شوی او نن د نورو هېوادنو د موسیقۍ په وړاندې سیالي نه شي کولای.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ د جوړېدو مقصد د افغانۍ موسیقۍ ساتنه او غوړونه ښودل شوې ده تر څو دغه موسیقۍ یو ځل بیا د سیالانو سیاله کړې.

د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې اووه میاشتې مخکې جوړ شوی څه د پاسه یو سلو پنځوس تنکي ځوانان په کې زده کړې کوي او په پام کې ده چې په راتلونکې کې د دغه انسټیټیوټ څانګې په ننګرهار او بلخ کې هم جوړې شي.

د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر احمد ناصر سر مست وایي، چې دوي د موسیقۍ د زده کړو تر څنګ د پوهنې وزارت عمومي نصاب هم پلي کوي، دا چې په دې انسټیټیوټ کې زده کوونکي د موسیقۍ د کومو الاتو زده کړه کوي په دې اړه ښاغلی سرمست وايي:

زموږ زده کوونکي دلته د غربي، شرقي او افغاني موسیقۍ بېلابېلې الې زده کوي، موږ د موسیقۍ د زده کړې په پروګرام کې نیم وخت د موسیقۍ تیوریکو درسونو او نیم وخت د موسیقۍ د الو تمرین ته بېل کړی.

د افغاني موسیقۍ په برخه کې موږ رباب، تنبور، سیتار، سرود، دلربا، غیچک او طبله، د غربي موسیقۍ په برخه کې تاري الې ویلون، ویولا، ویلون چېلو او کنترباس.

فلزی بادې الې لکه ترمپټ، سکسفون، ترمبون او کورنو، دغه راز بادي لرګینې الې کلارنټ، بسون او اوبای. دغه راز لویې او وړې ضربي الې، همداسې پیانو او د ګیتار بېلابیل ډولونه زده کوونکو ته ور زده کوو.

د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې د افغان استادانو تر څنګ یو شمېر بهرني استادان هم د موسیقۍ تدریس کوي.

په دغه انسټیټیوټ کې ځوانان لس کاله زده کړه کوي او د موسیقۍ د استاد په توګه فارغېږي، د دغه انسټیټیوټ د سیتار د برخې زده کوونکي فرشاد وایي، چې پخوا یې وسایل نه درلودل خو اوس هر زده کوونکي ته د تمرین لپاره جلا اله شته:

(ما له موسیقۍ سره شوق درلود نو راغلم د هنرونو ښوونځي ته خو له بده مرغه پخوا مو نه وسایل درلودل او نه استاد چې موږ ته موسیقۍ را زده کړي څه الې مو چې درلودې هم خرابې وې خو له نیکه مرغه سږ کال هم استاد لرو او هم د موسیقۍ الات، فکر کوم سږ کال مې د څلورو کلونو په اندازه موسیقۍ زده کړې، اوس موږ په مسلکي ډول د ورځې درې ساعته تمرین کوو.)

د شرقي موسیقۍ یو بل زده کوونکي سمیع الله رفیق زاده دی، دی وايي چې دلته د موسیقۍ تر څنګ د ښوونځي عمومي درسونه هم لولي:

(موږ د عمومي ښوونځیو درسونه لکه ریاضي ، فزیک خلاصه ټول مضمونونه چې په نورو ښوونځیو کې لوستل کېږي لولو او بیا د موسیقۍ درس او تمرین وي، هرې الې ته جلا صنف لرو او په ښه توګه زده کړې کوو.)

دا د کومې الې غږ دی ایا تاسو وپېژاند، خیر ما هم چې لومړی ځل دا ساز واورېد او دا لرګینه اله مې ولیده ومې نه پېژانده نو د غربي ضربي الو له استادې نارمن څخه مې وپوښتل ، نارمن د مکسیکو ده، دې راته وویل چې دا افریقایي ضربي اله سېلېفون ده:

(هر وخت چې موږ دا اله غږوو خلک وایي، اه دا څه ده، دا سېلېفون ده، اصلا یې افریقایان غږوي، موږ خو دا د میزپه بڼه جوړه کړې هغوي یې په مځکه ږدي او غږوي یې.

دا اله په ګڼو نورو ملکونو کې هم غږول کېږي او په جاپان کې اوس ډېره معموله ده، سېلېفون له افغاني موسیقۍ سره هم غږول کېدای شي؟

زه د غربي ضربي الو په برخه کې څوارلس شاګردان لرم او زده کوونکي په دې الو افغانۍ نغمې غږوي، د موسیقۍ ځیني الات یو ډول خاص او اغېزناک غږ لري محمد چې د موسیقۍ د انسټیټوټ د کلرنټ په برخه کې چې شپېلۍ ته ورته بادي اله ده زده کړه کوي، د کلرنټ غږ د ښځې له درد ناکې نارې سره تشبیه کوي:

(څلور کاله کېږي چې کلرنټ غږوم، استاد مې احمد فرید شېفته دی چې له مسکو څخه راغلی، کلرنټ په یوه ارکستر کې د یوې دردمنې ښځې د اه او فریاد ځای نیونکی دی.

د داسې یوې ښځې چې په زړه کې لوی غم لري، په ژبه یې نه شي بیانولای، کلرنټ همدا اه او فریاد ډېر ښه رسولای شي ځکه تراژید او سوزناک غږ لري او په اورېدونکي ډېر اغېز کوي.)

مسعود د موسیقۍ د انسټیټوټ د یولسم ټولګي زده کوونکی دی، مسعود په دې هیله دی چې افغانۍ موسیقي یو ځل بیا خپل وړ ځای تر لاسه کړي:

(زما یوازینۍ هیله دا ده چې افغانۍ موسیقي یو ځل بیا وغوړېږي، په ټولنه کې خاص ځای پیدا کړي او د نړۍ له موسیقۍ سره برابري وکړای شي.

زه دلته د امریکایي استاد ویلیم هاروې تر نظر لاندې ویلون غږوم دغه راز د انسټیټیوټ په ارکستر کې د افغاني موسیقۍ ټوټې د غربي موسیقي په قالب کې غږوو.)

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوت مشر احمد ناصر سرمست وایي، چې د دې انسټیټیوټ د زده کړو نصاب د انګلستان د موسیقي د زده کړې د نصاب به اساس جوړ شوی او د لندن د موسیقي له ملي کالج سره رسمي ارتباط لري.

دا چې په دې انسټیټوټ کې په کومو شرایطو زده کوونکي منل کېږي ښاغلی سرمست وايي:

(زموږ د منلو شرایط په دوو برخو وویشل کېږي، موږ خپل نیم زده کوونکي د څلورمو ټولګیو له ممتازو ماشومانو جذبوو، خو د دې انسټیټیوټ په سلو کې پنځوس څوکۍ مو هغو بې وزلو ماشومانو ته ځانګړې کړي چې د سرک په سر کار کوي.

موږ اوس هم دېرش دغسې زده کوونکي لرو، چې له نیکه مرغه ښه استعدادونه په کې دي، موږ دغو ماشومانو ته نه یوازې د عمومي او موسیقۍ د زده کړو زمینه برابره کړې ده بلکې د دې لپاره چې دوي بېرته د سرک په سر کار ته اړ نه شي د میاشتې دېرش ډالره معاش هم ورکوو.)

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG