د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۵

ولې ۲۰۱۰م کال په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ کال وبلل شو؟


۲۰۱۰ میلادي کال د افغانستان لپاره یو مهم کال بلل کیږي، چې د افغان دولت او نړېوالې ټولنې له خوا په کې برخلیک ټاکوونکې پریکړې وشوې.

په دغو پریکړو کې د کال په سر کې افغانستان ته د اضافي امریکايي ځواکونو د استولو پریکړه او بیا په پای کې یې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو پر سر د افغان دولت او نړېوالې ټولنې ترمنځ هوکړه په ځانګړې توګه د یادولو وړ بلل کیږي.

خو هغه مسئله چې په اړه یې بېلابېل نظرونه موجود دي، دا ده، چې ایا په دې کال کې د امنیت او ثبات په برخه کې په افغانستان کې هومره پرمختګ وشو څومره چې یې تمه کیدله.

د افغانستان یو پخوانی پوځي چارواکي او د پوځي چارو کارپوه جنرال امرالله امان په دې باور دی چې په دې کال کوم ځانګړې امنیتي پرمختګ نه دی شوی، نوموړي ازادۍ راډیو ته د ۲۰۱۰ کال په اړه وویل:

"2010کال ډیر خونړۍ کال وو، هم نړېوالې ټولنې ،افغان ځواکونو ته او هم ورسره ملکي تلفاتو ته ډیر زیان رسیدلی دی چې یواځنې ستونزه يي نه همغږۍ وه."


د افغان او نړېوالو ځواکونو چارواکي وايي، چې ۲۰۱۰ میلادي کال د دوي د عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ کال و.

په دې کال د بهرنیو ځواکونو څه باندې اوه سوه عسکر ووژل شول، چې دغه شمېره په ۲۰۰۹ کال کې څه باندې پنځه سوه وه، همدا راز د ملي اردو له اتو سوو ډیر سرتيري په کې له وسلوالو مخالفینو سره په نښتو او چاودنو کې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د راپورله مخې ملکي خلکو ته هم په دې کال کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه شل فیصده لوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۱۰ کال په لومړېو لسو میاشتو کې په افغانستان کې له ۲۴۰۰ ډېر ولسي افغانان وژل شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ يې ټپیان شوي دي.

په راپور کې د ۷۶ سلنې ملکي مرګ ژوبلې د پړې ګوته طالبانو او نورو هغو وسله والو ډلو ته نيول شوې چې د افغان حکومت او د ناټو ځواکونو پرضد جنګېږي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو چارواکي په دې باور دي، چې په ۲۰۱۰ کال کې د دوي د عسکرو د مرګ ژوبلې د ډیرېدو یو علت د دغو ځواکونو د شمېر زیاتوالی دی،دوي وايي له همدې امله یې له وسلوالو مخالفینو سره نښتې هم ډیرې شوې وې.

په کابل کې د ناټو ځواکو ویاند جوزف بلاټس وايي، چې له پوځي پلوه په ۲۰۱۰ کال کې پرمختګونه هم شوي دي، د نوموړي په وینا په دې کال کې داسې شرایط رامنځ ته شول چې په راتلونکې کې یې پرمختګونو ته لاره هواره کړې ده.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل، وسلوال مخالفین په هغو سیمو کې وځپل شول چې پخوا یې مرکزونه بلل کېدل:

"په دوه زرو لسم کال کې موږ وکولای شول، چې د هېواد په پراخو سیمو کې د وسلوالو مخالفینو تحرک بند کړو، په عمومي صورت نه بلکې د هېواد په ډیرو سیمو کې.

موږ وکولای شول چې په مشخصو مهمو ځایونو لکه هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې د دوي تحرک په شا وتمبوو، اوس د دې لاسته راوړنو د لا ټینګولو وخت دی."

د افغانستان حکومت په دې باور دی چې په ۲۰۱۰ کال کې د امنیت په برخه کې پرمختګونه شوي دي خو د دغو پرمختګونو د دوام په اړه اندیښنې موجودې دي.

د ولسمشر ویاند وحید عمر ازادۍ راډیو ته وویل، تر څو پورې چې د ترهګرۍ په اصلي ځالو تمرکز ونه شي په افغانستان کې به پرمختګونه ټکني وي:

"په ۲۰۱۰ کال کې موږ له خپلو نړېوالو ملګرو سره په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو او پوځي برخو کې یو لړ پرمختګونه درلودل، په یو شمېر سیمو کې لکه هلمند او کندهار کې نن امنیت له پخوا ښه دی، په کابل کې او نورو بېلابېلو سیمو کې امنیت له پخوا ښه شوی دی، خو موږ په دې هم ټینګار کوو چې دغه ننني پرمختګونه ماتیدونکي دي او تر څو پورې چې د تروریزم مرکزونو ته پاملرنه ونه شي، دا پرمختګونه به استقرار ونه لري، که چیرې یې دلته له نښو نښانو سره مبارزه کیږي او ریښو ته یې پام نه کوو، نو دا ستونزه ډیریږي."

ښاغلي عمر وويل، چې د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله، د شپې عملیات، د وسلوالو مخالفینو په اصلي پناه ځایونو د بریدونو نه ترسره کیدل او دګاونډیانو له خوا نه همکاري هغه ستونزې وې چې افغان دولت ورسره مخ و او د له منځه وړلو لپاره یې کار کوي.

په ۲۰۱۰ کال کې یوه لویه ستونزه چې رابرسیره شوه هغه د افغانستان په شمال او لویدیځ کې د ناامنیو ډیریدل و.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاندظاهرعظیمي هم مني چې شمال او لودیځ ته نا امنۍ غځیدلې ده خو وايي د هلمند، زابل، کندهار او فراه په ګډون په ګڼو نا امنو ولایتونو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

نوموړی وايي، په ۲۰۱۰ کال د افغانستان ملي اردو د ټولو پوځي عملیاتو رهبري پرغاړه لرله، چې دا هم د پام وړ پرمختګ دی، هغه وویل، په دغه کال د ملي اردو په تجهیزولو کې هم پرمختګونه وشول:

د افغانستان یو شمېرعام خلک داسې نه انګیري چې ګواکې په امنیت او ثبات کې دې داسې کوم پرمختګ شوی وي، چې د دوي په ژوند دې کومه اغیزه کړې وي:

"په ۲۰۱۰ کال کې امنیت ښه شوی نه دی بدتر شوی دی خو لا ښه شوی نه دی څومره چې ځواکونه قوي کیږي په هماغه اندازه مخالف ځواکونه هم ځان برابروي."

زیاتره خلک اوس د هغو پریکړو عملي کېدو ته سترګې پر لار دي چې په ۲۰۱۰ کال کې وشوې، له خلکو سره په دې اړه هم شکونه موجود دي، چې ایا په ۲۰۱۱ کال کې به افغان ځواکونه د دې جوګه وي چې له نړېوالو ځواکونو نه د امنیت اخیستلو چاره پیل کړه، د سولې او له وسلوالو مخالفینو سره د روغې جوړې پیل شوې هلې ځلې به کومه پایله ورکړي، امنیت به ښه شي او افغان حکومت به ځان له اداري فساد نه خلاص او په خپلو پښو ودرولای شي؟

که څه هم دغو اهدافو ته د رسېدو په اړه له عامو خلکو سره شکونه موجود دي، خو افغان دولت او نړېواله ټولنه وايي چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کولو او د امنیت ټینګلو لپاره به لا جدي اقدامات وشي.
XS
SM
MD
LG