د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

لویدیځه افریقا:باګبو دې خپل واک خپل سیال ته وسپاري


د عاج ساحل مشر لاورن باګبو
د عاج ساحل مشر لاورن باګبو
پرعاج ساحل د بهرني پوځي ځواک د مداخلې احتمال وروسته له هغې زیات شو، چې د لویدیځي افریقا یو لوړ رتبه پلاوي په دې کې پاتې راغې چې لوران باګبو ته قناعت ورکړي، چې له واکه لاس واخلي.

د سیری لیون، بینین او کاپ ویردي ولسمشرانو د سې شنبې په ورځ د عاج ساحل په مرکزي ښار ابید جان کې له باګبو سره وکتل او هغه ته یي خبرداری ورکړ، چې واک الاسان واتارا ته پریږدي چې د انتخاباتو ګټونکې او قانوني ولسمشر بلل کیږي، که نه د لویدیځي افریقا د سیمه ییز پوځي اتحاد ایکوواس د ځواکونو له مداخلې سره به مخامخ شي.

باګبو خپله ماته ونه منله او خبرې يي بې نتیجې پای ته ورسېدې، هغه له دې ډډه کوي چې د نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دوهم دور کې د واتارا بریالیتوب په رسمیت وپیژني. حال دا چې د انتخاباتو دغه نتیجه نړېوالې ټولنې په رسمیت پیژندلې ده.

د باګبو یوه ویاند وویل، پرعاج ساحل د لویدیځي افریقا د هېوادونو پوځي اقدام به د سیاست خلاف یو غیر قانوني اقدام وي.

درې واړو ولسمشرانو چې له باګبو سره یي خبرې کړې وایي چې نورو خبرو ته هم اړتیا ده، د باګبو د حکومت چارواکو ویلي چې د خبرو بل دور به د جنوري په دوهمه نېټه ترسره شي.

د کاپ ویردي ولسمشر پیدرو پایرس خبریالانو ته وویل، چې یوڅه پرمختګ شوی خو مخکې له دې چې خبره پوځي اقدام ته ورسیږي، د لانجې د هواري لپاره نور کار ته هم اړتیا ده:

( موږ دا ډول فکر نه کوو، چې دا خبری بریالۍ وي یا ناکامې . تر هغه ځایه چې پوهیږو، موږ سم کار کړی دی.)

باګبو وایي دی د عاج ساحل د مستعمراتی دورې د واکمنانو فرانسې او متحده ایالتو په مشری د نړېوالې دسیسی ښکار شوی دی.

په واشنګټن کې چارواکو دغه ادعا ناسمه بللې خو امریکایي او اروپایي چارواکو په خصوصي خبرو کې د پوځي مداخلې په اړه اندیښنه ښکاره کړې او ویلي يي دي، چې ښایي په دې اقدام سره به د ډيرو ملکي وګړو ویني تویي شي او ښایي هم دا هېواد یو ځل بیا د کورنۍ جګړې پر لورې بوځي.

د هغې جګړې چې په نتیجه کې یي هېواد تر۲۰۰۷ م کاله پورې د پنځو کالو په مخه په دوو برخو ویشل شوی وو. په دی کال د سولې تړون لاسلیک شو.

د ملګروملتونو د سوله ساتوځواکونو پرکاروان د یوی ډلې له خوا د سې شنبې د ورځې حملې وښوده، چې په هېواد کې کړکیچ زیات شوې، په دې پېښه کې حمله کونکو یوه موټر ته اور ورته کړ او یو سرتېري یي ژوبل کړ.

د ا پېښه په هغه ښار کې چې د باګبو پلوي سیمه بلل کیږي رامنځ ته شوه او علت یي هم تر اوسه نه دی معلوم، خو د ملګروملتونو په سلګونه سوله ساتي سرتېري د ابید جان په یوه هوټل کې د هغه د سیال واتارا ساتنه کوي.

د لویدیځي افریقا درې واړو ولسمشرانو دغه راز د سې شنبې په ورځ په دې هوټل کې له هغه سره هم وکتل او درې ساعته یي ورسره خبرې وکړې چې جزیات یی نه دي څرګند شوي.

خو د اسوشتید پرېس اژانس د واتارا د یوه لوړ رتبه سلاکار په حواله وویل، چې د لویدیځي افریقا د هیوادونو ځواکونه به ښایي له انتظاره لیرې ډیر ژر دی هېواد ته ننوځي.
XS
SM
MD
LG