د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۷

چهار شنبې د مرغومي ۸ مه


په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په سر روانه لانجه نن بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د انتخاباتو د لانجې په اړه د ولسمشر کرزي په دریځ تبصره کړې، چې د ورځپاڼې په وینا مبهم دی او معترضه او بریالي اعلان شوي ټول کاندیدان یی اندیښمن کړي.

ورځپاڼې په دې ترڅ کې په ولسمشر موجودو ځینې فشارونو ته هم اشاره کړې او د یو معترض کاندید په حواله یې لیکلي، چې دغو فشارونو ولسمشر د انتخاباتو د لغوه کولو له پریکړې ګرځولې او اوس یوازې د هغې په پایلو کې ترمیم غواړي.

خو ورځپاڼې په عینې حال کې د بریالیو اعلان شویو کاندیدانو دا خوش باوري هم راخستې، چې ګمان کوي ولسمشر به له خپلې ژمنې سره سم د سلواغې په لومړۍ نیټه نوی ملي شورا پرانیزي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسئلې ته ځانګړې کړې، چې ولسمشر په ولسي جرګه کې بدلونونه غواړي.

ورځپاڼې وړاندې ځینو رپورټونو ته په اشارې، چې د نا پیژندل شویو کورنیو او بهرنیو چارواکو په حواله خپاره شوي لیکلي، چې ولسمشر کرزي خپله دا غوښتنه د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او د انتخاباتو د کمسیون له مشر سره مطرح کړې.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې پدې برخه کې لا هم کوم کار ندې شوې او د انتخاباتو په پایلو کې بدلون ندې راوستل شوې.

ورځپاڼې د همدې تبصرې په دوام د ولسمشر کرزي د ویاند څرګندونې راخستي، چې ولسمشر یوازې انتخاباتي کمسیونونو ته دا پیغام ورکړې، چې دا انتخابات باید په هیواد کې د بې ثباتۍ لامل نشي او دا کار هله ممکن دې، چې حق حقدار ته ورسیږي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ددغو چارواکو سره په لیدنه کې د ولسمشر سپارښتنه داوه، چې په رایو کې باید لاس وهنه ونشي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د معترضه کاندیدانو پرونیو غوښتنو ته کتنه کړې، چې د سترې محکمې په وړاندې یی په یوه احتجاجي غونډه کې مطرح کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې دغو کاندیدانو، چې شمیر یی لسګونو تنو ته رسیدو ویل، چې په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه کره شواهد په لاس کې لري، چې له مخې یی باید د انتخاباتو پایلې لغوه اعلان شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دغو کاندیدانو له سترې محکمې غوښتل، چې دغه درغلۍ او سرغړونې په پوره دقت سره وڅیړي.

افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي، چې د مشرانو جرګې د انتصابي څوکیو لپاره د کسانو د ورپیژندلو بهیر پیل شوې.

ورځپاڼې لیکلي، چې تراوسه پورې یو سل او پنځوس کسان د بیلابیلو ادارو لخوا ددغو څوکیو لپاره ولسمشر ته ورپیژندل شوي.

ورځپاڼه وړاندې د ملي شورا په چارو کې د دولت د وزارت په حواله لیکي، چې دا اوس د ولسمشر کار دې، چې له دې کسانو څخه څوک دې څوکیو ته ورپیژني.
XS
SM
MD
LG