د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

افغان سوداګر: ایراني چارواکو تر اوسه د تېلو ټانکرونه نه دي پرېښي


د اییلاقي په وینا ایراني پولیسو له درول شويو ټانکرونو څخه درې درې سوه ډالره هم اخیستي دي
د اییلاقي په وینا ایراني پولیسو له درول شويو ټانکرونو څخه درې درې سوه ډالره هم اخیستي دي
که څه هم افغان چارواکو ویلي، چې په ایران کې د افغان سوداګرو د درول شویو ټانکرونو ستونزه هواره شوې، خو افغان سوداګرشکایت کوی، چې دا ستونزه لا هم په خپل ځای ده او ټانکرونو ته د راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د ورکړل شویو رپورټونو له مخې ایران له افغانستان سره په خپله پوله د افغان سوداګرو په سلګونو ټانکرونه په دې پلمه درولي، چې ګواکې دا تیل بهرنیو ځواکونو ته لیږدول کېږي.

افغان حکومت که څه هم د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې کړې، خو د سوداګرۍ د خونې مرستیال خان جان الکوزې وایي، چې د تیلو د دغو ټانکرونو د ستونزې د هواري لپاره دغو هڅو لا کومه نتیجه نه ده ورکړې.

"که نن ورځ د ګازو، تیلو او خوراکي موادو بیه لوړیږي او یا یې هم ترانزیت بندیږي او یا یې محصول لوړیږي علت یې دا دی، چې دولت نه شی کولای پر خپلو ګاونډیانو باندې د سواګرۍ په برخه کې کړي تړونونه پلي کړي.

له بده مرغه تاسې به خبریاست چې له څلورو میاشتو راهیسی د افغان سوداګرو نږدې څلورنیم زره کانټینره چې لومړنی خوراکې مواد په کې بار دی پرته له کوم واضع دلیل څخه د کراچۍ په بندر کې ولاړ دي.

دا دی اوس شپاړس سوه ټانکره تیل په ایران کې بند دي اوس چې موږ خبرې هم کوو، نه دي خلاص دا هغه ستونزې دي، چې د خصوصي سکتور پر وړاندې پرتې دي."

افغان سوداګرو د ټانکرونو د درولو ستونزه یو ځلې بیا په داسې حال کې پورته کړې، چې د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال په مشرۍ تهران ته د تللي پلاوي په حواله وویل شول، چې ایران دغو ټانکرونو ته د تلو اجازه ورکړې.

د تیلو ټانکرونو ته د راتګ اجازه واخلی.

خو اوس د سوداګرو ترڅنګ د سوداګرۍ او صنایع وزارت هم دا مني، چې دغو ټانکرونو ته لا د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دغه وزارت مرستیال ایېلاقی له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې ایران له درول شویو ټانکرونو نه درې درې سووه ډالره هم اخستي دي.

هغه وویل، هڅې یې روانې دي، څو ایراني چارواکي د تیلو د دغو ټانکرونو پریښودلو ته قانع کړي.

"تر اوسه یې ستونزه نه ده هواره شوې، موږ یې چې اوس هم حال واخیست، نه یې دی را خوشي کړي، دوی د سوداګرۍ وزیر ته ویلي وو، چې نن ورځ به دتګ اجازه ورکړي.

خو دا چې د حرکت اجازه یې نه ده ورکړې، بلکې دا چې دغه موټرونه د سړک په سر ولاړ دي درې سوه ډالره یې ترې غوښتی دي چې دا د سوداګرۍ او د ترانزیت د قوانینو خلاف کار دی."

د ایران له خوا د تیلو د دغو ټانکرونو درول، چې زیاتره یې له عراق نه افغانستان ته واردیدونکي تیل انتقالول په افغان بازارونو کې د تیلو په بیه هم ناوړه اغیزه کړې.

د کتونکو په وینا که افغان دولت دغه ستونزه ژر تر ژره هواره نه کړي، نو د ژمي په موسم کې به خلک د تیلو د بیو جګیدو له امله له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.

کتونکي دا سپارښتنه هم کوي، چې افغان دولت باید له ګاونډیو هیوادونو سره د ورته ستونزو د دایمي حل لپاره هڅې وکړي.

راپور: ذکيه غیاثي
XS
SM
MD
LG