د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۹

سې شنبې د ډیسمبر 28 مه


ډېریو نړېوالو ځواکونو په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د بریاوو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې د ورځپاڼې په وینا دوی د عملیاتو له کبله په افغانستان کې د وسله والو طالبانو فعالیتونو کم شوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په کابل کې د حملو او ځان وژونکو بریدونو د کموالي مسالې ته کتنه کړي او په اړه یوه مطلب کې لیکي:

څو میاشتې کیږي، چې طالب وسله والو په پایتخت کابل کې کوم لوی برید نه دی ترسره کړی.

د ورځپانې په وینا د دې یو لوی علت دا دی، چې امریکايي کمانډو ځواکونو د طالبانو د بم جوړونکو عناصرو او لوژیستیکي غړیو پر ضد چې اکثره يې په حقاني شبکې پورې مربوط دي، خپلې حملې او چاپې زیاتې کړي دي.

خو امریکايي قومندانان وايي، چې بیا هم حقاني شبکه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د یوه سخت سري دښمن په توګه پر ځای پاتې او داسې نښې نښاني څرګندوي، چې دغې شبکې د متحدانو د پوځي ستراتیژي په نښه کولو لپاره خپل جنګي تکتیک بدل کړی دی.

د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان تورن جنرال جون کمپبیل نیویارک ټایمز ته ویلي:

د حقاني شبکې غړي د نورو په مقایسه ښه روزل شوي وسله وال دي چې پراخ مالي ملاتړ لري.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د افغانستان په ختیځ کې د جګړې زیات تمرکز د حقاني د کورنۍ پر ضد دی.

د جلال الدین حقاني ځوي سراج الدین حقاني د پاکستان له خاورې څخه د دغې شبکې د ورځنیو پوځي فعالیتونو مشري پر غاړه لري او په پراخه اندازه يې په خپلو لیکو کې د خلیج او منځنۍ اسیا د هیوادونو د اتباع د استخدام او جذب لپاره هلې ځلې کړي دي.

امریکايي او نور لویدیځ استخباراتي مقامات په دې باور دي، چې د پاکستان د استخباراتو اداره یا (ای. اېس. ای) له حقاني شبکې څخه په دې خاطر ملاتړ کوي، چې دغه شبکه د اسلام د سیال هند پر ضد هم فعالیت کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا په دې وروستیو کې په کابل کې د لویو حملو د نه کیدو علتونه دا هم دي، چې د حقاني شبکې او نورو وسله والو پرضد امریکايي خاصو ځواکونو شاوخوا یوزر اوه سوه او څلور اتیا کامیاب ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې له امله تر نهو سوو زیات وسله وال یا وژل شوي او یا نیول شوي دي.

د امریکايي مقاماتو په وینا د دغو عملیاتو په سلو کې دېرش د حقاني شبکې پر ضد ترسره شوي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د کونړ په پیچ دره کې د امریکايي ځواکونو د شتون او عملیاتو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده او دغلته يې د متحده ایالاتو د سرتیرو د یوه قومندان څرګندونې نکل کړي دي.

ډګرمن جوسیف راین واشنګټن پوسټ ته ویلي، د پیچ دره هیڅ ډول ستراتیژیک اهمیت نه لري او د دوی سرتیري دغلته په یوې پای ته نه رسیدونکي جګړه کې ښکیل پاتي دي.

ورځپاڼه د ډګرمن راین په حواله وايي، امریکايي ځواکونه د دې لپاره په پیچ دره کې پراته دي، چې طالبان هلته موجود دي او طالبان د دې لپاره جګړه کوي، چې امریکايي سرتیري دغلته عملیات کوي.

نوموړي ویلي، غوره به دا وي، چې امریکايي ځواکونه له پیچ درې ووځي او دغه غرنۍ سیمه افغان سرتیرو ته وسپارل شي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۶ کال کې د لومړي ځل لپاره په پیچ دره کې عملیات پیل کړه څو وسله وال په شاوتمبوي او د سرکونو او ښونځیو جوړولو ته لاره اواره کړي.

واشنګټن پوسټ وايي، د کونړ د پیچ درې د اساسي سرک په جوړولو لس ګونه میلیونه ډالره لګیدلي او تر اوسه پورې دغلته سل امریکايي سرتیري وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG