د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

په افغانستان، پاکستان او عراق کې د امنیتي پېښو لنډېز


نیویارک ټایمز لیکي، د کابل په حکومت کې فساد لا هماغسي ځای لري او په مجموع کې په افغانستان کې د جګړې لوری څرګند نه دی.
نیویارک ټایمز لیکي، د کابل په حکومت کې فساد لا هماغسي ځای لري او په مجموع کې په افغانستان کې د جګړې لوری څرګند نه دی.

دا به ډیره اسانه وي، چې په عراق او پاکستان کې د څو ورستو کلونو په اړه لنډ حال بیان شي خو دا د افغانستان په ارتباط یوه ډیره پیچلۍ مساله ده. نیویارک ټایمز ورځپانې په همدې ارتباط یو لنډ مطلب خپور کړې او په عراق او پاکستان کې یې د روان میلادي کال په ترڅ کې بیلابیلو پیښو او پرمختګونو ته لنډه اشاره کړې ده.

روان کال په عراق کې د دوه لویو پرمختګونو کال و. د امریکایي ځواکونو په جګړو کې کموالی او د اوږدې لړۍ انتخابات. هغسې انتخابات چې د مارچ په میاشت کې تر سره شول او تر هغه وروسته د نهمو میاشتو لپاره د نوي حکومت جوړیدل وځنډیدل.

سره له دې چې د انتخاباتو په ارتباط جنجال ډیر و خو په نارامیو کې ډیروالی رانغی او اقتصادي پراختیا رو پرمخ روانه وه.

پاکستان هم سږکال سختې شپې ورځې تیرې کړې. په دوبي کې سیلاونو تر بلې هر هغې بلې پیښې ډیر خلک بې ځایه کړل. خو د حکومت لپاره ښه خبره د پاکستاني طالبانو پرضد جګړې کې پرمختګ و.

که د پاکستان حکومت په دې بریالی نه شو، چې د ټولو شخړو مخه ونیسي لږ تر لږه یې په هغو سیمو کې چې مخالف وسله وال په کې اوسي ډیر تسلط تر لاسه کړ.

د نیویارک ټایمز په وینا سره له دې چې په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکو حملې ډیرې شوي، په تاسف سره د متحد ایالاتو سره د افغان بنسټ پالو ډلو پرضد مبارزو کې د پاکستان په همکاري کې کوم پرمختګ نه ترسترګو کیده او حتی په دې همکاري کې کموالی هم راغی.

نیویارک ټایمز لیکي، افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پر زیاتیدو کار وشو، چې په دوه زره نهم میلادي کال کې د ولسمشر اوباما د ستراتیژۍ ډیره مهمه برخه وه. د امنیتي ځواکونو شمیر او د دې ځواکونو د کیفیت ډېرېدل مخ په غوړېدو دي او ناټو دا روښانه کړه، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله به له افغان ځواکونو سره په ګډه کار کوي.

د ورځپاڼۍ په وینا کله چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بې شماره درغلیو ادعاوې وشوي، دا افغانان وو، چې له خپلو افغانانو سره یې د حساب کتاب خبرې کولې او دا بهیر په افغانستان کې د یوه ډیموکراټیک سیسټم د نازکو اړخونو څرګندوی و.

نیویارک ټایمز زیاتوي، کابل او شاو خوا سیمې چې د ملي اردو او او پولیسو تر کنټرول لاندې دي، نسبتا ښه امنیت لري. خو د نارامیو ډېرېدو دا وښودل، چې مخالف وسله وال کولی شي خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

سره له دې چې متحد ایالاتو د سخت دریځو د ځالو د له منځه وړلو لپاره پاکستان سره خپلې مرستې ډیرې کړي خو دا مساله لا هم هماغسي له ستونزو ډکه پاتې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، د کابل په حکومت کې فساد لا هماغسي ځای لري او په مجموع کې په افغانستان کې د جګړې لوری څرګند نه دی.
XS
SM
MD
LG