د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

بشري:۴۱کیلو ګرامه چرس په پکتیا کې کشف او ضبط شوی


د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نیول شوي چرس په تیرو دوو کلونو کې د نشه یي توکو تر ټولو زیاته اندازه ده، چې په یو وخت د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې د ځانګړو پولیسو لاس ته پرې وځي.

د دغه وزارت ویاند زمري بشري، چې د دوشنبې په ورځ یي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې ځانګړو پولیسو دا چرس د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د عملیاتو په مهال نیولي.

ښاغلي بشري د دغو چرسو نیول په تېرو دوو کلونو کې د نشه یي توکو په خلاف په روانه مبارزه کې تر ټولو لویه لاس ته راوړنه او د نشه یي توکو پر قاچاق وړونکو او مجرمینو یوه سخته اقتصادي ضربه وبلله.

ښاغلي بشري وویل، چې نیول شوي چرس یو څلویښت زره ګیلو ګرامه دي، چې په نړېوالو بازارونو کې یي ارزښت له دوه سوه پنځوسو میلیونو ډالرو اوړي:

(د مخدره توکو سره د مبارزې پولیس وتوانیدل، چې یوه غټه پیمانه کشف او له منځه يي یوسي، دا مخدره توکي په ټولیزه توګه ۴۱ زره کیلوګرامه دي چې نوعیت يي چرس دی زموږ دې معلوماتو پر بنسټ ددغو موادو بیه په نړېواله سطحه له ۲۵۰ میلیونو ډالرو څخه اوړي چې نه یواځې په قاچاقبرانو باندې یوه ضربه ده بلکې په هغو مجرمینو چې د مخدره توکو له لارې تمویلیږي دوي ته هم مستقیمه ضربه ګڼل کیږي.)

زمري بشري، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د شوېو عملیاتو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، چې دا عملیات د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې پولیسو په خپلواکه توګه کړي.

هغه زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې، چې د یکشنبې په ورځ شوي یو کس هم نیول شوي، چې د چرسو د دې سترې زیرمې مسؤل وو.

د دغه وزارت په وینا له نیول شوي کس نه کیدونکي تحقیقات کولې شي د نورو قاچاق وړونکو په پیژندګلوۍ کې مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د دې لاس ته راوړنې خبر په داسې حال کې ورکوي، چې د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په روانه اونۍ کې اوولس کسان د نشه یي توکو د قاچاق په جرم په اوږد مهاله بند محکوم کړي.

د دغو هڅو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري، چې تر ټولو زیات نشه یي توکي تولیدوي.

د کتونکو په وینا د نشه یي توکو قاچاق او کاروبار په هېواد کې له روانې نا امنۍ سره هم تړاو لري، ځکه د دوي په وینا د دولت د مخالفو وسله والو ډلو د تمویل یوه سرچینه همدغه نشه یي مواد دي.
XS
SM
MD
LG