په روم کې د سویس په سفارت کې تیرغرمه مهال یوه چاودنه وشوه، چې له امله یو تن ژوبل شو.
د پېښې د ځاني تاوان او څرنګوالي په اړه د ایټالیا د پولیسو ویاند ماوریسیو میزاویلا خبرایلانو ته وویل:
(ټپي شوى کس د سويس د سفارت کارکوونکى دى، دى هغه وخت ټپي شو، چې د پوست له لارې دغه لېږل شوې بسته يې خلاصوله، د هغه په لاسونو کې وچاودېده، د هغه لاسونه يې زخمي کړي دي، د روم په يوه روغتون کې د هغه درملنه کیږي.)
له دې پېښې شاوخوا درې ساعته وروسته په روم کې د چیلي د سفارت د پوستې په خونه کې هم چاودنه وشوه، چیلي مقاماتو ویلي، د دوي یو کار کونکۍ په دې پېښه کې ټپي شوی دی.
په روم کې د چیلي د سفیر په وینا دغه چاودول شوې بسته د سفارت د کلتوري اتشې په ادرس لیږل شوې وه،په ایټالیا کې د پرونیو چاودونو وروستو د دغه هېواد پولیسو د سفارتونو امنیتي تدابیر ټینګ کړه.
په داسې حال کې چې په اروپا کې د تروریستي حملو په اړه خبردارۍ ورکړ شوی دی د تیرې ورځې دغو چاودونو په اروپا کې هیجان او اندیښنې زیاتې کړي دي.
خو د ایټالیا پولیسو ویلي، چې دوي داسې یو لیک ترلاسه کړې چې په کې د دغه هېواد یوې تخریب کارې ډلې د سویس او چیلي په سفارتونو کې د شوو چاودونو مسولیت منلی دی.
د روانې اونۍ په په سر کې د ایټالیا پولیسو وویل، چې په یوه میترو کې هغه بم چې د څوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی وو، کشف کړی دی.
وروستیو تحولاتو ته په کتنې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو هغو اتباعو ته چې د نوي کال په رخصتیو کې اروپا ته سفر کوي د تروریستي حملو په وړاندې د احتیاط خبردارۍ ورکړی دی.