د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې په دې وروستیو کې دوه لوې بریالیتوبونه خپل کړل، د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې د جنوبي اسیا په لوبو کې چې د چین په ګوانجو ښار کې جوړې شوې وې د پاکستان په ماتولو سره د سپینو زرو مډال په غاړه کړ او دوبۍ ته د انټر کانټیننټل یا د لویو وچو د جام سیالیو ته رهي شوه.
په دغو څلور ورځنیو لوبو کې افغان کرکټ لوبډلې سیالې ډلې یو په بل پسې ماتې او له سکاټلند سره مخ شوه چې سکاټلنډ یې هم مات او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
د کرکټ د ملي لوبډلې غړی کریم صادق وایي، چې دا څلور ورځنۍ لوبې د افغان لوبډلې د اوږدو لوبو لومړۍ تجربه وه دی زیاتوي چې د دې لوبو په ګټلو سره یې د کرکټ نړېواله شورا په دې قانع کړه چې افغان لوبدله په اوږدو کرکټ لوبو کې هم سیالۍ کولای شي.
د لویو وچو په دغو څلور ورځنیو سیالیو کې له اتلولۍ سربېره د کرکټ د ملي لوبډلې تېز بالر حمید حسن او شهزاد محمدي تر ټولو ښه لوبغاړي وپېژندل شول.
ګڼ افغانان په لنډه موده کې د افغان کرکټ لوبغاړو دا پر له پسې کامیابۍ له دې امله بولي چې افغان ځوانان له دې مخکې چې له کرکټ سره اشنا شي سیمه ییزه لوبه توپ ډنډه درلوده، چې کرکټ ته ورته والی لري.
د افغانستان د کرکت لوبډلې اتلان د خپلې ښې لوبې له امله په ټوله نړۍ کې مشهور شوي تر دې چې څو بهرني خبریالان یې دې ته هڅولي چې د دوي په ژوند، لوبو او بریاوو یو مستند فلم جوړ کړي، کریم صادق وایي چې دغه فلم به ډېر ژر په افغانستان کې هم نندارې ته وړاندې شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په تېرو څو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري خو د کرکټ تیم غړي وايي، چې دوي تر اوسه هم د خپلو تمرینونو او لوبو لپاره په خپل وطن کې مناسب میدانونه نه لري.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مشر الهام یاسیني وایي، چې تر اوسه د کرکټ لپاره یوازې په کابل کې یو معیاري لري او په ننګرهار کې د غازي امان الله خان په ښار ګوټي کې د کرکټ نړېوال سټډيم به څو میاشتې وروسته لوبو ته چمتو شي، الهام زیاتوي چې دوي د لوبو د میدانونو د جوړولو لپاره د ځمکو په لاسته راوړنه کې ستونزه لري .
الهام یاسیني وایي، چې که د میدانونو شمېر زیات شي نو ګڼ ځوانان به سالم مصروفیت پیدا کړي،نن سبا د کرکټ لوبې شوقیان په عامو ځوانانو کې هم ډېر زیات شوي ګڼ زلمي وینو چې د کورونو مخکې یا د لوبو میدانونو کې بېټ او توپ په لاس کرکټ لوبه کوي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.
تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.