واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان يې دی (د جګړې تاوان)، ورځپاڼه لیکي:
ولسمشر باراک اوباما او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو قومندان جنرال پیترایوس دواړه وايي، چې د افغانستان په جګړه کې پرمختګونه شوي خو هغوي دا نه څرګندوي چې دا پرمختګ په څه بیه تمام شوي دي.
واشنګټن پوسټ وايي، دا سمه ده چې امریکا په هره جګړه کې کامیابیږي، خو د دې بریالیتوب ګټه به څه وي چې نه د متحده ایالاتو امنیت خوندي وي او نه هم افغانستان د پرمختګ په لور روان وي.
د مطلب د لیکونکي په وینا امریکا په داسې یوه هېواد کې د کال سل میلیارده ډالره مصرفوي چې له ۲۰۰۱ کال دمخه يې کلني عاید یوازې دوه میلیاراده ډالره وو او د ورځپاڼې په وینا د دې پیسو یوه برخه بیا داسې جنګ سالارانو او طالبانو ته رسیږي چې په زړه کې د امریکا لپاره دښمني پالي.
له بل خوا په افغانستان کې په پوځي عملیاتو باندې له حد نه زیات تمرکز په دغې هېواد کې د سیاسي او په خاصه توګه د سیمې د دیپلوماتیکو هڅو بهیر اغیزمن کړي دي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه د ولسمشر اوباما په بیا کتنه کې یو ټګۍ له پامه غورځول شوې او هغه دا چې د افغانستان په جګړه کې د امکاناتو د لاس نه وتلو تاوان ته اشاره نه ده شوې او دا هغه څه دي چې جګړې ته دوام ورکوي.
دغه راز د افغانستان په ستراتیژۍ باندې په غور کې د ځاني زیانونو موضوع هم نه ده یاده شوې.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا یوازیني لوری چې د افغانستان په جګړه کې ناکامیږي د امریکا ولس دی چې په دغه هېواد کې د واشنګټن د پوځي ستراتیژۍ د عملي کېدو قیمت اداکوي.
انډیپینډنټ:
د بریتانیا چاپ انډیپینډنټ ورځپاڼې بیا تر دې عنوان لاندې، چې په پاکستان کې د سخت دریځو پر ضد د عملیاتو لپاره فشارونه مخ په زیاتیدو یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي:
په افغانستان کې امریکايي قومندانان له ولسمشر اوباما غواړي، چې د پاکستان په خاوره کې دې د سخت دریځو پر ضد چې د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخامخوي د پوځي عملیاتو اجازه ورکړي.
خو د ورځپاڼې په وینا په دې غوښتنو کې زیاتو ستونزو ته پام نه کیږي، لومړی دا چې ایا امریکا په اوس وخت کې د جګړې د یوې بلې جبهې د پرانیستلو توان لري او کنه ؟ بله دا چې واشنګټن دې ته چمتو دی چې په سیمه کې خپل یو ستراتیژیک ملګرۍ له ځانه لرې کړي؟
خو د مقالې د لیکونکي په قول له بل لوري بیا د امریکا همدا ستراتیژیک ملګرۍ دی، چې د متحده ایالاتو له دښمنانو یعنې طالبانو او سخت دریځو سره ملګرتیا کوي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د شخړې د حل کلي په پاکستان ده او په خپله پاکستاني مشران هم دا وايي، چې د افغانستان د سولې لار له پاکستان څخه تیریږي.
له همدې ځایه ده چې امریکا د پاکستان په خاوره کې دننه د پوځي عملیاتو لپاره زړه نا زړه ده.