د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

پکتیکاوال د بانکي خدمتونو د ډېرېدو غوښتنه کوي


د پكتيكا ولايت اوسېدونكي او سوداګر وايي، چې په دې ولايت كې د شخصي بانكونو فعاليتونه تر دې محدود دي چې په مركز ښرنه كې يوازې يو شخصي بانک خپله څانګه لري او هغه هم د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله په يو وخت ډېرو خلكو ته بانکي خدمتونه نه شي وړاندې كولاى .

د دې سيمې سوداګر وايي، چې پكتيكاوال د هېواد په ډېرو برخو او باندنيو هېوادونو كې لوى، لوى كاروبارونه او شركتونه لري، چې ډېرى دغه شركتونه په دې ولايت كې خپلو سيمه ييزو څانګو ته نغدې پيسې د بانكونو له لارې لېږي، نو د ډېرو بانكونو د نشتوالي له امله له ستونځو سره مخ كېږي.

د سیمي يو سوداګر وکیل پاچاخان په دې اړه وايي: اوس مهال په پكتيكا كې بانكي خدمتونه په نشت حساب دي چې دغه محدود بانكي خدمتونه د خلكو د كاروبار په ښه والي كې هيڅ رول نه شي لوبولاى،نوموړى زياتوي:

(كله چې له كوم باندني هېواد يا مركز كابل څخه د نورو بانكونو له لارې موږ ته پيسې را استول كېږي، نو د پيسو د تر لاسه كولو لپاره په ګاونډيو ولايتونو كې د اړوندو بانكونو څانګو ته مراجعه كوو، چې د وخت په بې ځايه مصرفېدو سربېره له ډېرو نورو ستونځو سره هم مخ كېږو.)

د دې سيمې اوسېدونكي په هېواد كې د فعالو ټولو شخصي بانکونو له مسوولينوغوښتنه كوي چې د نورو ولايتونو په څېر په پكتيكا كې هم خپلي څانګې پرانیزي، چې په دې سره به نه يوازې بانكونو بلكې د پكتيكا خلكو ته هم ګټه ورسېږي.

د مركز ښرنې يو تن صراف يونس وايي، كه چېرې په دې ولايت كې د شخصي بانكونو د څانګو شمېر زيات شي، نو نه يوازې دا چې د خلكو په كاروبار به ښې اغېزې وكړي، بلكې په دې ولايت كې به د افغانيو د چلښت او عامېدلو لپاره هم پراخې زمينې برابرې كړي.

د دې ولايت يو بل اوسېدونكى ایوب خان بيا وايي، چې په پكتيكا كې د شخصي بانكونو پر وړاندې هيڅ ډول امنيتي ستونځې نشته او د مراجعينو د لږوالي ستونځه هم نه شي محسوسېدلى.

په پكتيكا كې د بانكي خدمتونو د لږ والي په اړه د دې ولايت د والي وياند مخلص افغان وايي، چې دغه ستونځه دوي هم درك كړې ده.

نوموړى وايي، چې دوي به د دغې ستونځې د هواري په موخه د نورو شخصي بانكونو له مسوولينو سره هم خبرې وكړي او پر دې به يې قانع كړي چې بانكي څانګې يې بې مراجعينو نه پاتې كېږي.

په پكتيكا كې د خلكو له خوا د بانكي خدمتونو د پراختيا او ډېرېدو غوښتنه په داسې مهال كېږي چې لا هم په د دې ولايت په بازارونو كې د افغانيو پر ځاى پاكستانۍ كالدارې چلېږي او د بانكونو د كموالي له امله ډېر خلك د خپلې پيسې د حوالې له لارې لېږي – رالېږي.

راپور- لمر نيازى، پكتيا
XS
SM
MD
LG