د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

بشري:له تاجکستانه راتښتیدلي بندیان به بیرته وروسپارو


ویاند زمری بشري
ویاند زمری بشري
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې عملیاتو کې دوي له تاجکستان څخه تښتیدلي اته بندیان نیولي او د امنیتي همکارېو په لړ کې به یی بیرته تاجکستان ته وسپاري.

د دغه وزارت ویاند زمري بشري، چې د یکشنبې په ورځ یی په یوه خبري غونډه کې په دې اړه معلومات ورکول وویل، چې دغه بندیان څه موده مخکې د تاجکستان له یو زندان څخه تښتیدلي او د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې پټ شوي وو.

ښاغلي بشري وویل، چې د دغو بندیانو له نیولو وروسته د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي له خپل تاجک سیال سره د بندیانو د سپارلو په موضوع خبرې کړي:

(زموږ پولیسو د افغانستان د ملي امنیت له ځواکونو سره په ګډه وکړای شول، چې هغه اته بندیان، چې د تاجکستان له یو زندان څخه څه موده مخکې تښتیدلې وو ونیسي.

دا بندیان د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې نیول شوي او د کورنیو چارو وزیر پرون له خپل تاجک سیال سره په دې اړه خبرې هم کړي، څو وکړای شو دوي له شته معمول سره سم دوي ته وسپارو. )

ښاغلي بشري وویل، چې په نیول شوېو بندیانو کې درې افغانان او پنځه تاجک وګړي شامل دي، چې ځینې یي مشهور مجرمین دي، خو دا یي په ډاګه نه کړه، چې دا بندیان څومره موده مخکې افغانستان ته راتښتیدلي وو.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په دوه نیمایي کې یو شمېر تند لارې د تاجکستان له یو زندان څخه په تیښته بریالي شوي وو، چې د زندان ساتونکو ته یي هم مرګ ژوبله اړولې وه، خو دا لا نه ده څرګنده، چې دا نیول شوي کسان هم هغه تند لاري دي او که نور خلک.

د بشري په وینا د دغو بندیانو د نیولو لپاره دا عملیات دوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکارېو د پیاوړي کولو په هدف کړي او هڅه کوي دا همکارۍ په راتلونکې کې لا پراخې کړي.

په داسې حال کې، چې تاجک لوري د افغان پولیسو د دې اقدام هرکلۍ کړې، دا لا نه ده څرګنده، چې دا عملیات افغان ځواکونو د خپلو معلوماتو له مخې کړي او که د تاجکستان په غوښتنه.

که څه هم افغان امنیتي ادارې او په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت له ګاوڼدیو هېوادونو سره د امنیتي همکارېو د پراخولو هڅه کوي، خو دا لومړې ځل دې، چې افغان پولیس په ګاونډ هېواد کې له کوم زندان څخه تښتیدلي بندیان بیا نیسي او هغوي ته یي د سپارلو هڅه کوي.
XS
SM
MD
LG