د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

په کابل د شوي ځان مرګي برید یوڅو عکسونه

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په ختیځه څنډه کې د هودخیلو په سیمه کې نن سهار دوو تنو ځان وژونکو د ملي اردو د افسرانو پر موټر وسله واله حمله کړې.

د دې وزارت ویاند زمري بشري ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پېښه کې دواړه حمله کوونکي وژل شوي خو افغان امنیتي او ملکي وګړو ته د تلفاتو په اړه لا تر اوسه دقیق معلومات نشته، ده وویل، چې سیمه د امنیتي ځواکونو تر ټینګې څارنې لاندې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG