د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۸

د قره قل شپانه: نه پریږدو چې د قره قل پسونو نسل له منځه لاړ شي

مالداران وایي، چې پسه یا میږه د یو حلال څاروي په توګه په هر سن کې چې وي حلالول یې روا دي
مالداران وایي، چې پسه یا میږه د یو حلال څاروي په توګه په هر سن کې چې وي حلالول یې روا دي
په داسې حال کې چې په دې وروستیو لسیزو کې افغان دولت د قره قل مال د نسل په زیاتوالی کې خپله پاملرنه کمه کړې. خو په بیلا بیلو ولایتونو کې یوشمېر افغان مالداران چې د قره قل پسونه ساتي نه پریږدي چې د قره قل د پسونو نسل په بشپړه توګه په افغانستان کې ورک شي.

د بلخ ولایت د کوچیانو مشر او د قره قل د مال یو تن ساتونکی حاجي ګلون سرخیل وايي، افغانستان چې د قره قل د پوست یو مشهور صادر کوونکی هیواد و، له سلو کلونو راهیسې د قره قل د پسونو ذبح کول له کومې ستونزې سره نه وو په کې مخ شوي.

خو اوسمهال په اورپا کې د څارویو د حقونو د یوې د فاع ډلې دغه کار منع کړی. په داسې حال کې چې لاهم په یوشمیر نورو اورپایي او اسیایي هیوادونو کې د قره قل د پسونو تربیه او له پوټکي څخه یې ګټه اخیسته روانه ده.

"د قره قل نسل نه دی کم شوی، مخکې له دې چې په کومو ولسوالیو کې د قره قل څاروي ساتل کېدل لاهم دوام لري او سږ کال یې بیا زیاته وده هم کړې.

خو مخکې چې په دې برخه کې کوم بهرني مارکېټونه موجود وو، شاید هغه اوس نه وي، ځکه چې د څارویو د دفاع ډله په دې برخه کې جدي کار کوي لکه څرنګه چې مخکې د قره قل د پوټکې کار بار روان و، چې د قره قل وری به د مور له نس څخه را ایستل کېدو او بیا به حلالیدو ځکه چې دا د څارویو د حقونو خلاف کار وو.

خو ددوی د هڅو سره سره لا هم په شمالي اروپا کې په دې برخه کې خلک کار کوي او مارکېټ یې لا هم شته دی."

خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، که څه هم چې د افغانستان په شمال بلخ او یوشمېر نورو ګاونډیو ولایتونو کې د قره قل د پسونو د ساتلو لپاره فارمونه شته دی، خو دوی به هم پرینږدي، چې دا نسل له افغانستان څخه ورک شي.

د کرنی او مالدارۍ وزیر محمد آصف رحیمي ازادي راډیو ته ویلي، که څه هم چې د قره قل د پسونو حلالول د څارویو د حقونو د دفاع ډلې له خوا منع دی.

خو وایي چې دوی به په افغانستان کې د قره قل د نسل د زیاتوالی لپاره په راتلونکي کې د قره قل د پسونو کارباریانو ته د دې څارویو نوی نسل وویشي.

د مالدارۍ د برخې د یوشمېر متخصصینو په باور په اروپا کې د څارویو د حقونو د دفاع ډله، چې جوړه شوی ځکه یې د قره قل د پسونو په حلالولو بندیز لګولی، چې د قره قل د ښه پوست د ترلاسه کولو لپاره یوشمېر مالداران د قره قل د وری میږه لس ورځې مخکې له زیږون څخه حلالوي او بچی یې له نس څخه را باسي او دا چې د دې واړه وري پوست خراب نه شي نو دا هم په بیړه حلالیږي او پوست یې بیا په ګرانه بیه خرڅیږي.

دغه مالداران بیا وایي، چې پسه یا میږه د یو حلال څاروي په توګه په هر سن کې چې وي حلالول یې روا دي او تر اوسه پورې د نړۍ له څلویښتو زیات هیوادونونه د قره قل د رمو په برخه کې کار او بار کوي، چې هرکال له دې درکه میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کوي.

افغان مالدارن په ځانکړي توګه هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي له دولت څخه غواړي، چې له دوی سره هم د قره قل د پوټکي د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې ځانګړې مرسته وکړي، ترڅو افغانستان یوځل بیا د قره قل د پوټکي په صادراتو کې ځانګړی مقام او ښه عاید تر لاسه کړي.

راپور: ذکېه غیاثي
XS
SM
MD
LG