د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۸

بانکي مون په ایران کې شوی تروریستي برید وغانده


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په ایران کې د چهارشنبې د ورځې زوره وره چاودنه وغندله.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل، د دې تروریستي حملې چې د عاشورا د ورځې په مناسبت په راټولو شوېو خلکو وشوه، بانکي مون ته ټکان ورکړ، بانکې مون د قربانیانو کورنیو، خلکو او حکومت سره خواخوږي ښودلې.

د امریکا ولسمشر چې هېواد یي له ایران سره د تهران د اتومي پروګرام په سر په لانجه کې دی هم پرونې چاودنه غندلې او دا یې ډیر ناوړه عمل وباله .

د جند اله سني وسله والې ډلې د دې پېښې مسوولیت اخیستی او وايي چې دا پرون یې د جون په میاشت کې د خپل یوه مشر د اعدام په بدل کې کړې ده.

د جندا اله سني ډلې په خپله ویب پاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړې، د چابهار په پرونې پېښه کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د چهارشنبې په ورځ په یادې شوې ځان وژونکې حملې کې شاو خوا څلویښت ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان دي.

د ایران د دولتي تلویزیون د راپورونو په حواله د ټپیانو د سخت حالت په نظر کې نیولو سره، ممکنه ده چې د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د سیسیتان بلوچستان ایالت والي، علي محمد ازاد دې پېښې په اړه وویل:

(دوه تنه ترهګرو د انتحار قصد درلود، له دې سره سم چې مسول کسان ورباندې شک وکړ نو اول کس خپل بمونه منفجر کړل او زموږ یو شمېر عزیزان په کې په شهادت ورسېدل او یو شمېر نور ټپیان شول، خو هغه بل تن د مسولینو له خوا وپیژندل شو چې ورباندې ډزې وشوې او ووژل شو.)

د سیستان بلوچستان ایالت د پاکستان او افغانستان پولو ته نیژدې موقعیت لري، د دې ځای زیاتره اوسیدونکې سنیان دي او دا سیمه په دې وروستیو کې د ډیرو نارامیو صحنه وه، د سیمې اوسیدونکې ادعا کوي چې د شیعه چارواکو له تبعیض سره مخامخ دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفي مهمند نجار په خپله تلویزیونې وینا کې وویل، چې دې حمله کونکو په ګاونډي پاکستان سره اړیکې درلودل او په اړه یي پلټنې روانې دي.

هغه وویل، دې تروریستي ډلې چې په پاکستان کې روزل شوي، بمونه یي انتقال کړي او موږ د پاکستان چارواکو ته هم په دې اړه خبر ورکړی.

ایران په تېرو څو میاشتو کې هم له ورته حملو سره مخامخ شوی وو، په تیرجون میاشت کې هم د سیستان بلوچستان په ولایت کې ورته دوه چاودنې وشوې چې په ترڅ کې ېي اوه ویشت تنه ووژل شول او هغه مهال هم جنداله ډلې د پېښو مسوولیت اخیستی وو.
XS
SM
MD
LG