د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


خولۍ معمولا د دیني او دودیزو انګېرنو، فیشن او یا له سړو او تودو نه د سر د ساتنې لپاره په سر کېږي.

افغانان څو ډوله خولۍ لري چې مشهورې یې د کندهاري، ترکمني، پکول، قره قولي او داسې نورو نومونو یادېږي چې هره یوه یې ځانته جوړښت او ښایست لري.

د بګرام اوسېدونکي مکرم اخلاقمند ناصري وایي، چې د افغانستان په هره سیمه کې ځوانان بېل ډول خولۍ په سر کوي.

په کلیو او بانډو کې افغانې انجونې هم یو ډول خولۍ په سر کوي چې ارخچینه یې بولي انجونې اول وېښته ږمنځ وي او اوبي یي بیا په زرتارو ګنډلې ارخچینه په سر ږدي او ټیکری پرې په سروي، خو نن سبا په ښارونو کې هم انجونې زیاتره په سړو کې د ټیکري په ځای تودې خولۍ په سر ږدي او د غاړې دسمال یا ټیکری له غاړې را تاووٍي.

د ده سبز اوسېدونکي عبدالبصیر رشیدي، چې د پوست دوز دوکان کې یې ځانته خولۍ کتله وايي، چې کندهاري خولۍ یې خوښېږي او په سر کوي یي، دغه راز د پوست خولۍ یي هم خوښې دي خو ګرانې دي پېرلی یي نه شي.

په توده هوا کې معمولا ځوانان پیک لرونکې د نخي ټوټې خولۍ په سر کوي او په ژمي کې بیا تودې کش خولۍ او یا هم له پرېړو ټوټو یا پوستکي نه جوړې خولۍ.

په افغانستان کې له پخوا د پوست خولۍ جوړېږي د کابل ښار یو پوستیندوز محمد عثمان وایي، چې د قره قل، وري ،سوی، ګېدړې او داسې نورو ژوېو له پوستکي خولۍ رغوي دا چې ځوانان کوم ډول د پوست خولۍ خوښوي اوبیې یي څنګه دي محمد عثمان په دې اړه وایي:

(هر ډول خولۍ چې خلک فرمایش راکړي زه یې جوړوم، ان هغه خولۍ چې په فلمونو کې یې هلکان په سر کوي.

دغه نارنجي ببرۍ خولۍ چې ګورې، دې ته ازبکی خولۍ وایي، د وري له پوستکي جوړه شوې، انجونې یې په سرکوي، د ناجونو لپاره شپو او د منګ له پوستکي ګردې خولۍ هم لرم.

هلکان د قره قل له پوستکي جوړې پیک داره خولۍ ‌ډېرې خوښوي، زیاتره یې له دریشي او پتلون سره په سر ږدي، روسۍ خولۍ چې ګوش پتک هم ورته وایي دغه راز کاسکت خولۍ چې فلمي خولۍ یې هم بولي او له شکاري بخمل نه جوړېږي ځوانان ډېرې خوښوي، تر ټولو ګران بیه خولۍ پنځه زره او ارزانه یې پنځه سوه افغانۍ دي.
++

د جنوبي اسیا په سږنیو ورزشي سیالیو کې چې د چین په ګوانجو ښار کې جوړې شوې وې د پنځه څلويښت هېوادنو ورزشي لوبډلو ګدون کړی.

دغو اسیایي لوبو ته د مختلفو څانګو یو سلو شل افغان ورزشکاران هم ورغلي وو، د جنوبي اسیا په المپیک لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نایب قهرمانۍ لقب خپل او د سپینو زرو مډال یې تر لاسه کړ، دغه راز افغان تکوندو کاران هم ښه وځلیدل او د سپینو زرو او ژېړو مډالونه یې افغانستان ته راوړل.

احمد جواد لکزایي هغه ځوان دی، چې د چین د ګوانجو په لوبو کې یې د تکواندو په برخه کې د ژېړو مډال خپل کړ.

لکزایي وایي، چې دی له تکواندو سره خاصه علاقه لري، له دولس کلنۍ یې تکواندو ورزش پیل کړی او تور کمر بند لري، جواد په ایران کې د مهاجرت ژوند تېروي خو له دې امله چې تکړه تکواندو کار دی د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره خپل هېواد ته راوغوښت:

(ما لومړی ځل په ایران کې د جام فجر په نړېوالو لوبو کې ګډون وکړ، چې هلته مې د تکواندو په برخه کې لومړی مقام یا د سرو زرو مډال وګاټه، د همدې بریا له امله د افغانستان د المپیک ملي کمېټې زه د چین د اسیایي لوبو لپاره را وغوښتم، چې په دې سیالیو کې مې هم د ژېړو مډال خپل هېواد ته راوړ.)

احمد جواد وایي، ده په نړېوالو لاسته راوړنو سربېره تر اتو زیات نور مدالونه هم تر لاسه کړي دي.

احمد جواد زیاتوي، د ورزش تر څنګ درس وایم او د خپل روزګار د چلولو لپاره خیاطي کوم، احمد جواد د خپلو راتلونکو پلانونو او هیلو په اړه وايي:

راتلونکې لپاره غواړم تر دې زیات تمرین وکړم او د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې دایمي غړی شم او وکولای شم په بهرنیو سیالیو کې تر دې زیات مډالونه وګټم.

انشاالله په راتلونکو دوو درېوو کلونو کې به افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې وي چې بهرني ورزشکاران به له افغان ورزشکارانو سره په سیالۍ کې له وېرې رېږدي، احمد جواد لکزایي له دولته حمایت غواړي:

له المپیک کمېټې نه هم دا غواړو داسې کار وکړي چې ورزشکاران ترې نا هیلي نه شي.

په افغانستان کې تکواندو کاران د علاقې له مخې ورزش کوي، خو که تاسو د یوه افغان تکواندو کار ژوند له یوه چیني، کوریایي او یا ایراني تکواندو کار سره پرتله کړئ ځمکه او اسمان توپیر لري، له مالي پلوه بهرنیو ورزشکارانو سره ډېره مرسته کېږي، خو افغان ورزشکارانو ته خاصه پاملرنه نه کېږي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG