د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۱

عمر:کرزی د ولسي جرګې په اړه روانو ناندریو کې مداخله نه کوي


د ولسمشرکرزي ویاند وحید عمر
د ولسمشرکرزي ویاند وحید عمر
وروسته ترهغې چې د افغانستان د انتخاباتي او عدلي ارګانونو ترمنځ د ولسې جرګې د انتخاباتو د پایلو پر سر ناندرۍ او ستونزې ډیرې شوې د ولسمشر ویاند دا وضع بحران نه بلکه د ډموکراسۍ عادي بهیر بولي.

د ولسمشرکرزي ویاند وحید عمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ولسمشر کرزی به هیڅکله د قانون خلاف د انتخاباتو په چارو کې مداخله ونه کړي.

د ښاغلي عمر په خبره د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو پر سر د لویې څارنوالۍ او د انتخاباتي کمیسیونونو تر منځ پیدا شوي جنجالونه بحران نه بلکه مختلف نظرونه دي چې قانوني حل لاره لري:

(په یوه دیموکراسۍ کې مطلقیت نشته دا نشته چې ټول باید په یوه نظر وي افراد او نهادونه بېلابېل نظرونه سره لري خو دا ټول نظرونه د قانون تر چتر لاندې سره یوځای کیږي دا توقع باید نه وي چې دا انتخابات باید ومنل شي افراد او اشخاص او نور..)

د ولسمشر ویاند دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسې جرګې تیر انتخابات له درغلیو ډک وبلل او له سترې محکمې نه یې وغوښتل چې د انتخاباتو پایلې باطلې اعلان کړي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي د یکشنبې په ورځ وویل، چې هیڅ ارګان دا صلاحیت نه لري چې د روان کال د انتخاباتو وروستي نتایج باطل اعلان کړي.

د جمهوررییس ویاند وحید عمر هم دا کار د ولسمشر له صلاحیت څخه وتلی بولي او وایي چې ولسمشر یوازې د ملي شورا د پرانیستلو صلاحیت لري:

(ترکومه ځایه چې خبره د انتخاباتو له باطلولو څخه کیږي د افغانستان ولسمشر دا صلاحیت نه لري.

ولسمشربه په دې اړه د اساسي قانون له خوا د ورکړل شوو صلاحیتونو پر اساس عمل وکړي، ولسمشر یواځې د ملي شورا د پرانیستلو صلاحیت لري دا چې کله دا هم د ولسمشر له صلاحیتونه څخه نه دي.)

په عین حال کې په کابل او ولایتونو کې یو شمېرمعترضه کاندیدان چې د ولسې جرګې په انتخاباتو کې پاتې راغلي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د لومړنیو او وروستیو پایلو له اعلان وروسته پراخې مظاهرې او لاریونونه وکړل او ترسره شوي انتخابات يي ناسم او له درغلیو ډک وبلل.

که څه هم معترضو کاندیدانو او لویې څارنوالۍ د افغانستان له سترې محکمې نه د انتخاباتو د وروستیو پایلو د لغو کولو غوښتنه کړې خو سترې محکمې لا تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی او دا هم لا تراوسه نه ده معلومه چې د ولسې جرګې انتخاباتو برخلیک به څنګه شي.
XS
SM
MD
LG