د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۴

افغان زده کوونکو ته ژمني روزنیز پروګرامونه په پلان کې دي


افغان زده کوونکي
افغان زده کوونکي
په هېواد کې د سړو سیمو د ښوونځیو د رخصتیو له رارسېدو سره سم، د پوهنې وزارت پتیېلې ده چې، د ژمي په درې میاشتو کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې زده کوونکو ته ژمني روزنیز پروګرامونه پیل کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په دې موده کې به زده کوونکي هغه مضامین لولي چې، په تېر کال تعلیمي کال کې یي ورسره ستونزې لرلې.

د پوهنې د وزارت ویاند ګل اغا احمدي وردک د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې، ګڼ شمېر ښوونکي حاضر شوي دي چې، د ژمي په درېو میاشتو کې، په داوطلبانه توګه زده کوونکو ته درسونه ووایي، په دې اړه ښاغلي احمدي وردګ وویل:

(ډیر ښوونکي غواړي په داوطلبانه توګه په ښوونځیو کې ژمني کورسونه پرانیزي، د پوهنې وزارت به دوي ته ښوونځي ورکړي، ټولګي به تاوده وساتي او ښوونکو سره به د امکان ترحده، مالي مرستې هم وکړي.)

احمدي وویل، د پوهنې وزارت حاضر دی چې د ژمي په درېو میاشتو کې له ښوونکو سره مرستې وکړي او د ښوونځیو ټولګي تاوده وساتي.

ښاغلي احمدي دا هم وویل، د ژمي په درې میاشتو رخصتیو کې نه یوازې دا چې زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابریږي بلکه هغو ښوونکو ته هم کورسونه پرانیستل کیږي چې، غواړي تعلیمي سویه یي لوړه شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د پوهنې په سیستم کې یولکو اویا زره ښوونکي په دندو بوخت دي چې اوه ویشت فیصده یي عالي تحصیلات لري.

د زده کوونکي کورنۍ هم د ژمي په رخصتیو کې روزنیز پروګرامونه ګټور بولي، په دې هکله د کاپیسا د ولایت اوسیدونکي حاجي ذکریا وایي:

(دا پروګرام دا ګټه لري، چې له یوې خوا د زده کړې کیفیت ښه کیږي او له بلې خوا په درې میاشتو رخصتیو کې د زده کوونکو د وخت د ضایع کېدو مخه نیول کیږي.)

زده کوونکي وایي، دوي حاضر دي چې دغو کورسونو ته لاړ او د وخت د ضایع کېدو پرځای زده کړې وکړي، دوي وایي:

(باید هغه مضامین په کې تدریس شي، چې زده کوونکي ورسره په راتلونکي تعلیمی کال کې ستونزه لري، موږ حاضر یو چې دا کورسونه ولولو.)

د پوهنې وزارت وایي دا پروګرام هر کال په ښوونځیو کې پلي او راتلونکي تعلیمي کال ته ترې ښې نتیجې هم ترلاسه کیږي.

کارپوهان وایي، چې ژمني کورسونه چې هر کال په رخصتیو کې تنظیمېدل، اوس مهال د مسئولو ادارو د لږې پاملرنې له امله کمرنګه شوي دي.

دوي وایي، د پوهنې وزارت باید دغه پروګرام ته منظم پلان ترتیب او هرکال دې په ښه توګه پلي کړي.
XS
SM
MD
LG