د امریکایي ممثل رابرت ریډفورډ، بریتانوي سندرغاړې سټنګ او د فرانسې د وتلې سیاستوال برنارد کوچنر په ګډون څه د پاسه اتیا هنرمندانو، پوهانو او سیاستوالو نن دوشنبی د سکینې محمدي اشتیاني د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
په سکینې محمدي اشتیاني د زنا او د خپل میړه په قتل کې د لاس لرلو تورلګول شوی دی، خو د هغې د سنګسار د حکم اجرا د نړېوالو د اعتراضونو له امله ځنډول شوی دی.
یادو شوېو هنرمندانو، پوهانو او سیاستوالو د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای او ولسمشر محمود احمدي نژاد ته په یو سرخلاصي لیک کې چې د ټایمز ورځپاڼې له خوا نشر شوي ویلي دي چې اشتیانی په کافي اندازه ځور او تکلیف ګاللې دی.
د التماس لاس لیک کوونکي وایي، موږ د ایران له حکومته غواړو چې میرمن اشتیاني، د هغې زوی سجاد قادر زاده او د هغې مدافع وکیل جاوید کیان فورا له توقیفه خوشې کړي.
دغه راز د اروپایي اتحادیي د بهرنې سیاست د ادارې مشرې کاترین اشتن، د بریتانیي د کارګرګوند مشر ډیویډ میلیبنډ، امریکایي ممثل رابرت دینیرو، د پاریس ښاروال برتراند دیلانو او په ادبیاتو کې د نوبل د جایزی ګټونکي وول سویینکا هم په دغه سرخلاصی لیک امضاوې کړې دي.
د اشتیاني د سنګسارحکم لس میاشتې مخکې وځنډول شو، زنا یواځنې هغه جرم دی چې د ایران د اسلامي قانون په اساس یي جزا سنګسار دی.
خو کیدای شي، نوموړې د خپل میړه په قتل کې د لاس لرلو په جرم بیا هم اعدام کړای شي، اروپایي اتحادیي د ایران د قضایي سیستم دغه فیصله وحشیانه ګڼلې ده.
واتیکان التماس کړې، چې اشتیاني دی وبخښل شي، برازیل چې د ایران او لویدیځ د اټومي لانجی د حل لپاره یي مداخله کړې ویلي دي چې اشتیاني ته پناه ورکوي.