د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۴

د کورنیو او ټولنیزو ستونزو په اړه خپرونه


د افغانستان د کلیو او بانډو ډیر خلک پرته له کرنې او مالدارۍ نه بل عاید نه لري، کرنیز محصولات ښارونو ته وړي او خرڅوي یي، خو د مالونو محصولات ته د خرڅلاو مناسب بازار نه شي پیدا کولای، حال دا چې په کابل کې د لبنیاتو د اتحادیې مسول نیک محمد نوراني وایي، څلور کاله مخکې د کابل په ګذرګاه کې د لبنیاتو یوه اتحادیه جوړه شوې او د کلیوالو د مالونو محصولات په ښه بیه اخلي.

د میدان وردګو په ولایت کې د یوه کوپراتیف مسول غلام صدیق وایي، چې په پیل کې کلیوال ته د شیدو خرڅول سم نه ښکارېدل، خو وروسته د دوي په هڅولو هغوي ومنله چې په دې کار کې یې ګټه ده.

د میدان وردګو د ولایت اوسیدونکي حاجی اسد الله وایي، چې تر ټولو مهمه خبره خو دا ده چې د لبنیاتو د اتحایه کارکونکو دوي ته د مال ساتنې سمه طریقه ورښودلې نو ځکه له خپلو غواوو نه ډیرې شیدې اخلي.

د لوګر اوسیدونکی نجیب وایي، چې ځینې کلیوال د غواوو، شیدې ټولې خرڅوي چې دا کار د کورنۍ په غړو ظلم دیی خو دوي بیا د ځان د خوراک لپاره شیدې بیلوي کومې چې پاتې شي هغه خرڅوي.

د لوګر یو بل اوسیدونکی رحیم الله بیا وایي، چې هغوي د شیدو د خرڅولو په پیسو نورې غواوې هم اخیستي نو ځکه یې اوس عاید څو برابره شوی.

د لبنیاتو د مرکز د مسولینو په وینا د شیدو په خرڅولو کې یوه مهمه خبره دا ده چې په شیدو کې اوبه وانه چول شي، پاکې وي او په وخت د لبنیاتو اتحادیه ته ورسول شي.

او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ، دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG