د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د امریکا سفارت یو نوی تړون لاسلیک کړ، چي له مخې به یې د امریکا سفارت د سلګونو پروژو د پلي کېدو لپاره 18 میلیونه ډالره مرسته کوي.
د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، چي د دغه تړون له مخي په په بیلا بیلو ولایتونو کې سلګونو ښځو ته کاري اسانتیاوي برابري شي.
د دغه وزارت سرپرستې حسن بانو غضنفر وویل، چې په دې سره به د ښځو وړتیاوې لاغښتلي شي.
دې وویل، چي د ښځو لويې ستونزي اوسمهال تر ډیره حل شوي دي:
“په هغه صورت کې چې د بهرنیو سازمانونو مرسته او د مدني ټولنو همږغي د ښځو چارو وزارت سره وي، په ډاډ ویلی شم چې په اقتصادي سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د پرمختګ په وړاندي پرتې لويې ستونزي له منځه تللي دي افغاني ښځي هم لکه د نورې نړۍ د ښځو په شان کولای شي، له موجودو امکاناتو او فرصتونو څخه ګټه واخلي.”
د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، چي د دغه تړون له مخې به په مرکز او کليوالي سیمو کې ۳۷۴ کوچنۍ پروژې پلي شي او نوښتګرې ښځې کولای شي، چې په دې اړه خپل نظرونه له دغه وزارت سره شریک کړي.
د امریکا سفارت د کوچنیو پروژو د دفتر رییسه کارولا په کابل کې وویل، چې دغه پروژه د یوه کال لپاره ده خو کېدای شي چې لا ډیره وغځول شي.
یوشمېر هغو ښځو چې د دې تړون د لاسلیک کیدو په غونډه کې یې ګډون کړی و، د دې پروژو د سمې څارنې غوښتنه وکړه.
یوې ګډونوالې میرمن سروري ازادي راډیو ته وویل:
“د ښځو لپاره ګټوره پروژه ده، چې کولای شي ښځي ورځخه ګټه واخلي، زما په فکر دا پروژه د یوه کال لپاره کمه ده، ځکه د ښخو د اقتصادي د پیاوړتیا لپاره یو کال ډیر کم دی.
موږ چې د یوې ښځې ښه اقتصاد غواړو ۳ کاله ورته غواړو، پروژه باید شفافه وي دا ۱۸ ملیونه چې دوی یادې کړې، باید هغو انجوګانو ته ورکړل شي، چې هغوی په رښتیا کار کوي او ویې نه خوري.
د ښځو چارو وزارت هغه پروژه چې کوم انجو ته ورکوي باید هغه وڅاري.”
په افغانستان کې د مدني ټولنو سره، د امریکا د کوچنیو پروژو پروګرام د 2009 م کال په جولای کې پیل شوی دی.
د دغه دفتر چارواکي وايي، چې تر اوسه یې له افغانو ښځو سره د اقتصادي ودې په ګډون په په بیلا بیلو برخو کې مرسته کړې.
خو ځینې ښځې بیا د ځینو هغو پروژو د موثریت په اړه شکایتونه کوي، چې په تیرو څو کلونو کې د ښځو د ژوند د ښه کیدو لپاره پلې شوې دي او وايي، تر ډیره محدود شمېر ښځې ترینه ګټه اخیستلای شي.
راپور: معصوم میوند