د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

صالح: له سولې مخکې باید د طالبانو مالي سرچینې وچې او بې وسلې شي


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې به پرته له دې چې نوموړې ډله لومړی بې وسلې شي یوه فاجعه وي.امرالله صالح همداراز ویلي دي، چې له سولې مخکې لومړی باید د طالبانو مالي سرچینې وچې شي، له دوی څخه وسله ټوله شي او وروسته د سیاسي فعالیت اجازه ورکړل شي.

رویټرخبري اژانس د افغانستان د استخباراتو د ادارې د پخوانی مشر امرالله صالح له قوله لیکي، چې وايي، باید د طالبانو مرکزونه د پاکستان د استخباراتو له کنټروله راوزي او له بلې خوا باید پر هغوی فشار راشي څو د ډیموکراسۍ له معیارونو سره سم عمل وکړي.

صالح چې په واشنګټن کې د امریکا د مطبوعاتو په ملي کلب کې خبرې کولې همداراز وویل، چې امریکا باید د پاکستان لپاره هم د ۲۰۱۱ کال تر جولای میاشتې پورې مهلت ورکړي، څو په خپل قلمرو کې افراطي وسله وال تعقیب کړي، له دې پرته د صالح په وینا باید دې هېواد ته خبرداری ورکړل شي، چې که خپله په دې برخه کې اقدام نه کوي نو امریکايي ځواکونه به د دې هېواد قلمرو ته ننوزي او دا کار به ترسره کړي.

صالح چې له ۲۰۰۴ کال وروسته د روان کال تر لومړیو پورې د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر و، زیاتوي، که په پاکستان کې د وسله والو مالي سرچینې وچې نه شي نو طالبان به یوازې دا تظاهر وکړي، چې سوله غواړي خو کله چې د ناټو ځواکونه له افغانستانه ووزي، دوی به یوځل بیا پر قدرت خپله ولکه ټینګه کړي.

امریکايي چارواکو ویلي دي، چې له وسله والو طالبانو سره روغه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شمېر د کمولو اساسي اړتیا ده.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو کار پیل او د ۲۰۱۴ کال ترپایه پورې بشپړ شي.

امرالله صالح وویل، چې په روان کال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېر کې زیاتوالي پر طالبانو موقت اغېز درلود او که څه هم په دې ترڅ کې د هېواد ځینې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شوې خو بنسټیز بدلون رانغی.

دی وايي، په تېر یو کال کې د طالبانو مشران نه ونیول شول، نه ووژل شول او په عین حال کې القاعده هم تراوسه نه ده ماته شوې.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخواني مشر زیاته کړه، دامریکا روانه ستراتيژي په دې نظر ده، چې پاکستان په سلو کې حداقل ۵۰ صداقت لري خو پاکستان د دې لپاره چې په افغانستان کې نفوذ ولري لاهم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

رویټرز خبري اژانس وړاندې لیکي، د افغانستان د هغو سیمو خلکو چې تاجکان او نور اقلیتونه په کې استوګن دي خبرداری ورکړی، چې که ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره روغه وکړي نو ښايي هېواد به د یوې بلې کورنۍ جګړې شاهد وي.

د امریکا د مطبوعاتو په ملي کلب کې د صالح د وینا پرمهال یوشمېر پاکستاني مامورین هم حاضر و. په غونډه کې د پاکستان د استخباراتو یوه پخواني مشر جنرال احسان الحق هم وینا وکړه، ویې ویل، د دې لپاره چې وسله وال طالبان له القاعده شبکې بېل او په سیاسي بهیر او واک کې شامل شي نو له هغو سره روغه یوازینۍ لاره ده.

د احسان الحق په وینا تر هغه وخته، چې القاعده او طالبان ملګري وي، په خپلو کې له موجودو اختلافونو سره سره به یو له بل سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

رویټرز لیکي، د افغانستان د استخباراتو د پخواني مشر څرګندونې د افغانستان په سیاسي کړیو کې د دې موضوع پرسر چې ایا له طالبانو سره روغه وشي او که د هغوی پرضد جګړې ته دوام ورکړل شي، د اختلاف ښکارندویي کوي.

د رویټرز په وینا د صالح څرګندونې یوه بله مساله هم په ډاګه کوي او هغه دا چې د افغانستان په سیاسي کړیو کې دا بدګوماني لاهم شته چې ګاونډیان افراطي وسله والو ته مخه ورکوي څو په دې هېواد کې ځالې جوړې کړي.
XS
SM
MD
LG