د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

په شمال کې دازبک وسلوالو د نفوذ پراختیا او نوې اندیښنې


په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت او د هغه نړیوال متحدان د افغانستان په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره مقابله کوي د هېواد په شمال کې مخ په زیاتېدو وسله والو فعالیتونو د دوی په وړاندې یوه بله پېچلې ستونزه رامینځ ته کړې ده.

په دې وروستیو کې داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې د ازبکستان اسلامي نهضت یا IMU د افغانستان په شمال کې په دې مقصد د ګډوډۍ او بې امنۍ راوستو هڅه کوي چې دا سیمې منځنۍ آسیا ته د خېز د یوې تختې په توګه وکاروي.

دې موضوع ته د آزادۍ راډیو د خبري څانګې خبریال ابوبکرصدیق په یوه راپور کې کتنه کړې چې احمد تکل پښتو کړی دی.


تېره اونۍ افغان او نړیوال ځواکونه په کندز ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د ازبکستان د اسلامي نهضت یا IMU د یوه جګپوړي مشر په نیولو بریالي نشول، خو دوی تش لاس هم ستانه نشول.

په دې عملیاتو کې دوی څوتنه طالبان ووژل او د IMU دوه غړي یې ونیول خو دوی دا هم وویل چې نښې نښانې ښیي چې د منځنۍ آسیا افراطي ډلې د افغانستان په شمال کې چې یو وختې نسبتاُ امن بلل کېده، ریښې ځغلوي.

څارونکي په تېرو دوو کلونو کې، په شمال کې د بې امنۍ پړه د ازبکستان پر اسلامي نهضت اچوي او وايي چې IMU په دې سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړی څو له یوې خوا د ناټو د اکمالاتو په لاره کې چې د افغانستان له شماله تېرېږي خنډ رامینځ ته کړي او له بلې خوا له دې سیمو څخه له منځنۍ آسیا سره د افغانستان د پولې په دواړو خواوو کې بریدونه تنظیم کړي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي د هېواد د شمال سیمو ته د IMU او نورو افراطي ډلو د نفوذ خبره تاییدوي او د مثال په توګه بدخشان یادوي چې وهابیان، سلفیان او حزب اسلامي پراخ حضور پکې لري. مېرمن کوفي وايي، په بدخشان کې اوس داسې مدرسې فعالې دي چې له پاکستاني مدرسو سره اړیکي لري:

(یقیناً طالبان او القاعده غواړي په شمال کې خپل نفوذ پراخ کړي، ځکه له دې لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو- تاجکستان او ازبکستان ته تلل ډېر آسانه دي او حتی دوی کولای شي ځان روسیې ته ترې ورسوي او زما په نظر د دې علت بېوزلي او په افغانستان کې د یوې سالمې ادارې نشتوالی دی.)

د ولسمشرحامدکرزي دملي امنیت مرستیال سلاکار شیدامحمدابدالي په سیمه کې د IMU پر حضور او پر دې چې دا ډله غواړي د هېواد شمال، پر ګاونډیو هېوادونو د حملو لپاره د خېز د یوې تختې په توګه وکاروي اندېښنه وښوده:

له افغان طالبانو سره د IMUد اړیکو سوابق نولس سوه نوییمو کلونو ته رسېږي. د طالبانو ځینې پخواني چارواکي وايي چې طالبانو هغه مهال له عبدالرشیددوستم څخه د ازبکستان د ملاتړ په ځواب کې د منځنۍ آسیا وسله والو ته ځای ورکړی و او د دوی ملګرتیا تر نن پورې دوام لري.

داسې ښکاري چې IMU به د کندز او تخار ولایتونو ترمینځ په پراته مثلث کې چې د شمال له خوا له تاجکستان سره د افغانستان سرحد او د جنوب له لوري بغلان ولایت ته نژدې موقعیت لري ډېر فعال وي.

د افغانستان د پوځ پخوانی افسر او د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندید اسدالله ولوالجي وايي چې د IMU جنګیالي اوس د کندز له ولسوالیو څخه بهر هم فعال دي:

(د طاهریولداش کسان اوس د قلعه زال او چاردرې ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د تاجکستان او ازبکستان پولو ته نژدې پرتې دي د تلو هڅه کوي. په دشت ارچي کې اوس هم چیچنیان شته، هم د ازبکستان القاعده او هم تاجکان.)

د ولوالجي په وینا، IMU چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د خپلو مرکزونو له وجې یې له القاعده سره نژدې اړیکي ټینګ کړي، ښايي د افغانستان د شمال نورو ولایتونو ته د نفوذ هڅه هم وکړي.

له IMU سره، چې لیکې یې په منځنۍ آسیا کې له استوګنو بېلابېلو قومونو ډکې دي اړیکو طالبانو ته دا امکان په لاس ورکړی چې خپل دریځ له پښتنو پرته د افغانستان د شمال د نورو دېره قومونو لکه د ازبکانو، تاجیکانو او ترکمنانو په مینځ کې هم پیاوړی کړي.

په تېره ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی رازمحمدفیض وايي چې د ازبکستان اسلامي نهضت جنګیالي د ده په ولایت کې د سیمې له خلکو سره ډېر ښه اړیکي لري.

په تېره ولسي جرګه کې د کندز د خلکواستازی معین مرستیال په دې نظر دی چې IMU او د افغانستان او پاکستان طالبان له یوه ډېر پراخ اسلامي نهضت سره تړلي دي چې د افغانستان په شمال کې آزادانه فعالیت کوي. دی وايي چې په کندز ولایت کې اوس د منځنۍ آسیا ترکمن، ازبک او تاجک وسله وال فعالیت کوي چې د سیمې خلک ځای او خواړه ورکوي او که څوک له دوی سره له مرستې ډډه وکړي نو افغان طالبان یې په زور مجبوروي. د مرستیال په وینا دا وسله وال له خلکو څخه عشر هم اخلي.
XS
SM
MD
LG