د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۳

ظاهر: د کابل ککړه هوا نوره د زغمولو وړ نه ده


ښاغلی مصطفی طاهر وايي، هر کال په کابل کې ۳ زره ماشومان د ککړې هوا د تنفس کول له امله مري
ښاغلی مصطفی طاهر وايي، هر کال په کابل کې ۳ زره ماشومان د ککړې هوا د تنفس کول له امله مري

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې، د کابل ښار د هوا ککړوالي د راکمولو لپاره د ستراتیژۍ په پلي کولو کې، له نژدې شلو وزارتونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. د سه شنبې په ورځ په کابل کې د چاپیریال ساتني ادارې د وزارتونو له مرستیالانو سره

په دې وروستیو کې د افغانستان د وزیرانو شورا د راتلونکو دریو کلونو لپاره د چاپیریال ساتنې ادارې ستراتیژیک پلان تصویب کړ.

چارواکې وايي، چې د دغه پلان په پلي کولو سره به په راتلوونکو ۳ کلونو کې په کابل کې د هوا د ککړوالي ۱۵ فیصده منابع کمې شي.

د چاپیریال ساتنې ادارې د سې شنبې په ورځ د وزارتونو له چارواکو وغوښتل چې د دې ستراتیژۍ په پلي کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د دې ادارې ريیس مصطفی ظاهر د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د کابل ښار د هوا ککړوالی نور د زغمولو وړ نه دی.

“څنګه چې پوهیږئ، د کابل هوا په هغه اندازه ککړه شوې چې نوره د زغم وړ نه ده.

هر کال۳ زره کوچنیان په کابل ښار کې د ککړي هوا د تنفس کولو له امله مري او همدارنګه د زیږون پر وخت په هرو ۲۶ دقیقو کې په افغانستان کې یوه مور او کوچني مري.”

د چاپیریال ساتني ادارې چارواکو د ۱۹ وزارتو د مرستیالانو په ګډه غونډه کې، له عامو خلکو هم هیله وکړه، چې د هرې دوشنې په ورځ له خپلو شخصي موټرونو څخه ډیر کار وانه خلي.

تر دې مخکې د افغانستان د وزیرانو شورا ویلي وو، چې د روان لمریز کال تر پایه به د هرې پنجشنبې په ورځ ټولې دولتي ادرې رخصت وي، د دوی په خبره چې دا به د هوا له پاکوالي سره مرسته وکړي.

همدرانګه په افغانستان کې ډاکتران او د عامي روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې ککړ چاپیریال د بیلابیلو ناروغیو سبب کیږي.

په روغتیايي چارو کې د ولسمشر کرزي سلا کار ډاکتر فیض الله کاکړ وايي:

“څلور ډول ناروغۍ په ککړې هوا اړه لري، تنفوسي ناروغۍ ډیريږي، هغه کسان چې د زړه ناروغي لري ناروغي یې سختیږي، سرطاني ناروغۍ لکه د کوچنیانو او وینو سرطان او یو بل شی، چې ککړه هوا یې منځته راوړي د کوچنیانو په زړونو کې سوري جوړیدل دي.”

چارواکې وايي، چې په کابل ښار کې د هوا د ککړ والي لوی لاملونه د ناسمو تیلو کارول او د موټرو ډیروالی دی.

عام خلک هم شکایت کوي، چې د کابل ښار د چاپیریال د پاکولو په برخه کې چارواکې موثر اقدامات نه کوي، دوی وايي، چې د بې کیفیته تیلو د واردیدو او د زړو موټرو مخنیوی نه کوي، خو بل خوا چارواکو هم تل له خلکو غوښتي، چې د ښار په پاک ساتلو کې دې ورسره مرسته وکړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG