د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

بشري:د سیمه ایزو پولیسو د جوړولو لومړۍ مرحله په ۸ ولسوالیو کې پلي کیږي


 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سیمه ایزو پولیسو د جوړولو او روزلو چارې په چټکې سره روانې دي، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دې پروګرام په دریېم پړاو کې په اتو نورو ولسوالیو کې هم سیمه ایز پولیس رامنځ ته شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه له شلو څخه په ډیرو ولسوالیو کې سیمه ایز پولیس جوړ او ګمارل شوي دي:

“ د سیمه ایزو پولیسو د جوړولو پروګرام په لومړۍ مرحله کې په 8 ولسوالیو کې، په دوهمه مرحله کې په 9 ولسوالیو او په دریېمه مرحله کې یې هم په 8 ولسوالیو کې پلي کيږي.

په دریېمه مرحله کې په امام صاحب، دشت ارچي، چهار درې، درقد، خواجه غار، نهرسراج، شهید اساس او شاجوی ولسوالیو کې سیمه ایز پولیس جوړیږي.”

ښاغلي بشري وویل، چې تر اوسه شاه خوا ۱۵۰۰ سیمه ایز پولیس ثبت شوي او د دوي د روزنې او یونیفورم لپاره هم د کورنیو چارو وزارت په جدي ډول کار کوي.

ده وویل چې د سیمه ایزو پولیسو له تجهیز او سمبالولو سره به په یادو سیمو کې امنیتي چارې لا غښتلي شي.

خو د سیاسي او امنیتي چارو څېړونکي د سیمه ایزو پولیسو جوړولو ته په ښه سترګه نه ګوري او وايي چې ښایي له دې سره په ځینو سیمو کې ستونزې لا پسې ډیرې شي، د امنیتي چارو کارپوه جنرال امرالله امان په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

(یو ډول ماجراوې ترې جوړیږي او دوي په محل کې برعلاوه چې توپک په لاس خلک دي نفوس زیاتوي او دا محل د تحدید وړ ګرځي.)

د جنرا ل امان په خبره د سیمه ایزو پولیسو له رامنځ ته کولو څه دا ښه ده، چې دغه ځواکونه د ملي پولیسو او ملي اردو د ځواکونو په لیکو کې تنظیم او له هره پلوه یې فعالیتونه سم او قانوني شي.

په افغانستان کې د سیمه ایزو پولیسو رامنځ ته کول له څه وخته راهیسې پیل شوي او په ځینو سیمو کې همدا اوس د دې پولیسو د روزنې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د سیمه ایزو پولیسو د رامنځ ته کولو له پروګرام څخه بهرنیو ځواکونو هم ملاتړ کړی او افغان حکومت وایي، چې دا ملیشې نه بلکې یونیفورم لرونکی او منظم ځواکونه دي، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا به په پوره توګه کنټرول او څارل کیږي.

راپور- معصوم میوند،کابل
XS
SM
MD
LG