د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

افغانستان او پاکستان د افغان پولیسو په روزنه او د اطلاعاتو په راکړه ورکړه هوکړه وکړه


د افغانستان او پاکستان د کورنیو چارو وزیران
د افغانستان او پاکستان د کورنیو چارو وزیران
د افغانستان او پاکستان د کورنیو چارو وزیرانو د دوي په څرګندونو کې، تر ډیره ځایه، د تروریزم پر ضد د ګډې مبارزې په پراختیا، یو بل ته د اطلاعاتو په راکړه ورکړه او د سرحدي ځواکونو پر لا فعالیتونو تاکید وکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک چې، د هغه هېواد له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره یو ځای کابل ته راغلی، د شنبې د ورځې پر ماښام یي له خپل افغان سیال سره وکتل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم اله محمدي وویل، چې له رحمن ملک سره یي د سرحدي ځواکونو د فعالیتونو په پراختیا او د افغان افسرانو په روزلو او داسې نورو موضوعګانو خبرې کړي دي، جنرال محمدي وویل:

(د دواړو لورو د علاقی وړ موضوعګانو باندې مو خبرې وکړې، په تېره د ګډې پولي په کنټرول، د تروریزم پر خلاف د مبارزې په شدت او هر ډول مجرمینو په مخنیوي.

ترمنځ مو یوه پریکړه هم وشوه، هیله ده په عملي کېدو سره یي مثبتې نتیجې ترلاسه کړو.)

بسم اله محمدي تاکید کړ، چې د تروریزم په خلاف مبارزه کې د پاکستان همکاري کولای شي چې، شته ستونزه له منځه لاړه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک وویل، د بسم اله محمدي له لېدو خوښ او هڅه کوي چې د تروریستانو د ځالو په ورکولو، د مخدرو موادو د قاچاق په مخنیوي او په ګډه پوله کې د مجرمینو په نیولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي، رحمن ملک زیاته کړه:

(هره ورځ شاوخوا پنځه څلویښت زره پاکستانیان او افغانان پر پوله تیریږي، موږ په دې باب خبرې وکړې، څنګه وکړای شو پولي ټینګي او کنټرول کړو، باید د بایومیتریک او تالاشی سیستم پیاوړی کړو، ترڅو معلومه شي چې څومره ترهګر، قاچاق کوونکي او مجرمین په دې لاره تګ راتګ کوي)

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دې څرګندونو د مخه د افغانستان ولسمشر کرزي ویلي و چې، د یو شمېرافغان پولیسو او د اردو افسرانو په روزلو کې یي له پاکستاني چارواکو سره یوه موافقه ترسره شوی ده.

په پام کې ده چې، پاکستاني هیئت به د یکشنبې په ورځ له نورو افغان چارواکو سره هم وویني او د دواړو ګاونډېو هېوادونو ترمنځ به په ګډو همکارېو خبرې وکړي.

راپور:خان محمد(سیند) کابل .
XS
SM
MD
LG