د رویترز د خبري آژانس د راپور له مخې تمه ده چې بارک اوباما به له ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې له لوړ پوړو امریکایي مقاماتو سره خبرې وکړي. خو امریکایي مقامات وایي، د دغه هېواد ولسمشر کابل ته نژدې یوې امریکایي پوځي اډې ته رسیدلی دی.
دا، افغانستان ته د متحد ایالاتو د ولسمشر په توګه د نوموړي دوهم سفر دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جمهور رییس د افغانستان په اړه پر خپلې ستراتیژۍ غور کوي.
کابل ته د ښاغلي اوباما سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان د حکومت مقاماتو د امریکا د سفارت د مراودو په باب د ویکي لیکس لخوا افشا شوي اسناد احمقانه بللې دي.
د ویکي لیکس لخوا د افشا شویو اسنادو له مخې په کابل کې د امریکا سفیر
کارل آیکنبري ولسمشر حامد کرزی تورن کړی دی، چې ګواکی نوموړي ونکړای شول د دولت جوړونې تر ټولو ابتدایي اصول درک کړي.
په کابل کې د متحد ایالاتو سفارت د دغو محرمو اسنادو خپرول غندلي او ویلي یې دي چې دا موضوع به د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغېز ونکړي.
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال حامد علمي له فرانسپرس خبري آژانس سره په خبرو کې د ویکي لیکس په انټرنېټ پاڼه کې د غو اسنادو خپرېدل بې اهمیته ګڼلي او ویلي یې دي، په دغو اسنادو کې ډېر نوي مطالب نشته چې هغه دې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر اړیکو اغېز وکړي.
افغان مقاماتو د ولسمشر کرزي په باب د خپرو شویو مطالبو په باب له زیاتې تبصرې ډډه کړې ده.