اروپایي هېوادونو ته د افغان هوایي شرکتونو پر ټولو پروازونو د بندیز اعلان د روان کال د لیندۍ په دریمه نېټه خپور شو.
د اروپا د هوایي چلند نړېواله اداره وایي، چې افغان هوایي شرکتونه نه دې توانیدلي، چې د دوي تخنیکي او مسلکي هوایي ظرفیتونه دې له نړېوالو هوایي معیارونو سره برابر کړي.
اروپا ته د "اریانا د دولتي هوایي شرکت"پر پروازونو لا د مخه بندیز لګېدلی و، خو دې شرکت له ترکیي څخه د دوو الوتکو په ترلاسه کولو سره وکړای شول چې هغې قارې ته د پرواز اجازه ومومي.
د صافي هوایي شرکت هم له ورته ستونزې سره مخ دی، خو په مجموع کې د دغو شرکتونو له مسئولینو سره خبرو اترو وښوده، چې د هېواد د ټولو هوایي شرکتونو او د ټرانسپورټ وزارت تر منځ د فعالیتونو او پلانونو لازمه هم غږي نشته او همدا سبب دی چې اروپا ته د دوي د الوتکو پر الوتنو بندیزونه لګیدلي دي.
د ټرانسپورټ وزارت وایي، چې د ستونزې اوارئ ته یي جدي هڅې پیل کړي دي، د دې وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال ازادۍ راډیو ته داسې وویل:
"د ټرانسپورټ وزارت په دې وروستیو کې نوی مقررې جوړې کړي، چې جمهوري ریاست هم تایید کړي او د دوه اوونیو راپه دیخوا د تطبیق وړ دي.
د پروازونو خوندیتوب ته یو بورډ ټاکل شوی، جواز نامې به ارزیابي کوي او کوم شرکتونه چې په نړېوالو معیارونو برابر وي هغه اروپا ته د پرواز اجازه لري."
نه یوازې دا چې خصوصي هوایي شرکتونه بلکه د اریانا دولتي هوایي شرکت هم وایي چې، له یوې خوا د ترانسپورت وزارت له شرکتونو سره همغږي نه لري او له بلې خوا کوم قوانین او اصول چې هوایي چلند ته وضع شوي هغه له نړېوالو معیارونو سره برابر نه دي او په کار ده چې د ترانسپورت وزارت ژر تر ژره د هوایي چلند قانوني نیمګړتیاوې پوره کړي،په دې هکله د اریانا هوایي شرکت ریيس، معین خان ازادۍ راډیو ته داسې زیاته کړه:
"زړو الوتکو مو له عملیاتو څخه لېرې کړې، تخنیکي ستونزې مو اوارې کړې، پیلوټانو او انجینرانو ته په نړېوالو معیارونو روزنه ورکړل شوې، څو تنه بهرني متخصصین راسره کار کوي، خو د ترانسپورت وزارت زموږ فعالیتونه ارزیابي نه کړل او اروپایي ټولنه یي پرې خبره نه کړه.
اروپایي ټولنې د ترانسپورت وزارت په تورلست کې راوست چې له امله یي زموږ په پروازونو بندیز ولګید، بیا هم په خپلو نوېو طیاروعربستان او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته پروازونه لرو."
د ترانسپورت وزارت وایي، چې د اریانا د هوایي شرکت طیارې زړې او اروپا ته یي پروازونه له احتمالي خطرونو څخه خوندي نه و په دې اړه ښاغلي قلاتوال داسې وویل:
"موږ دغه فشار یوازې پر اریانا نه بلکه پر ټولو شرکتونو راوستی، چې تخنیکي او مسلکي نیمګړتیاوې دې پوره کړي، د پرواز خوندیتوب لکه څنګه چې اروپا ته مهم دی، موږ ته هم مهم دی."
د صافي هوایي شرکت چې په دې وروستیو کې یي اروپا ته د طیارو پر پروازونو بندیز لګېدلی هم وایي چې، دوي کومه ستونزه نه لري او که کومه ستونزه وي نو هغه به د ترانسپورت د وزارت وي، په دې هکله د صافي هوایي شرکت سوپروایزر ښاغلي غیور ازادۍ راډیو ته وویل:
"اروپا د ترانسپورت وزارت ته ویلي، چې ستاسې هوایي چارې سټنډرډ نه دي، حال دا چې موږ خپلې هر ډول نیمګړتیاوې پوره کړي او دا د ترانسپورت وزارت کار دی، چې موږ ارزیابي کړي او اروپایي تولنې ته مو د یو معیاري شرکت په توګه ور وپیژني."
د ټرانسپورت د وزارت د بهرنیو اړیکو ریيسه یلدا ناطق وایي چې، ټولو هوایي شرکتونو ته یي، د دوي د تخنیکي او مسلکي وړتیاو کمزوري او د اروپایي ټولنې اعتراضونه او غوښتنې بیان کړي دي.
یلدا زیاته کړه، ترڅو چې ستونزه په اساسي توګه اواریږي، په روانو حالاتو کې یي د حل اسانه لار، د کرایي طیارو تر لاسه کول دي، ښاغلي یلدا زیاته کړه:
"موږ د اروپایي ټولنې اعتراضونه او غوښتنې ټولو شرکتونو ویلي دي، هیله ده ،چې ځنډ په کې ونه کړي، خو که دا شرکتونه غواړي چې پروازونه یي جارې وي، باید نوې طیارې واخلي او یا یي کرایه کړي."
سربیره پر یادو تخنیکي او مسلکي ستونزو، ځیني مسافر د پروازونو د مخه، دوي ته د پوره معلوماتو په نه ورکړه، د بګیجونو پر خنډېدو او ورکېدو او د تور بازار په بیه د تکسونو په خرڅلاو هم نیوکه کوي، څو تنه مسافر وایي:
"زه سموانوال بریالۍ یم،ما له مزاره تر کابله په درې زره او نهه سوه افغانیو ټکټ اخیستی، خلک بې وزلي او دا بیه ډیره پورته ده.
زما نوم ظاهرجان دی، په بهرنیو پروازونو کې ډیر انتظار کوو، سامان مو ډیر ځنډیږي یا ورکیږي."
کار پوهان وایي چې، اوس مهال که ځیني اروپایي هېوادونو ته یو لړ پروازونه ترسره کیږي دا د کرایه شوېو طیارو خپل اعتبار دی نه د شرکتونو.
له دې مخکې هم د ترانسپورت وزارت هڅې کړي دي چې، ټول دولتي او خصوصي هوایي شرکتونه د دې جوګه کړي چې اروپایي هېوادونو ته د پرواز قانوني اجازه ولري خو اروپایي ټولنه لا تراوسه په دې قانع کړای شوی نه ده.
دا چې د ترانسپورت وزارت به کله له اروپایي ټولنې سره دغه ستونزه اواره کړي، داپوښتنه به وخت ځواب کړي.
راپور:خان محمد" سیند "، کابل