د بحرانونو نړېوال ګروپ:
د بحرانونو نړېوالې ډلې په خپل تازه رپوټ کې لیکلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیوعسکرو له وتلو سره به د دې هېواد موجوده حکومت سقوط وکړي.
د دې رپوټ په حواله ، له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل به په دې هېواد او سیمه کې د جدي امنیتي تهدیدونو لپاره لاره خلاصه کړي.
په رپوټ کې راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې تشدد مخ په زیاتېدو دې د افغانستان کورني امنیتي ځواکونه د یوې ګټورې قوې په ډول نه دي ثابت شوي.
د ملکي تلفاتو په څير په بهرنیو او کورنیو ځواکونو کې هم تلفات زیات شوي دي او په افغانستان کې لا تر اوسه د ملي امنیت په برخه کې یوه هر اړخیزه
ستراتیژي نشته.
د افغانستان ملي اردو او پولیس ډير سیاسي جوړښت لري او د شیندل کېدو له خطر سره مخامخ دي.
د بحرانونو نړېوال ګروپ لیکي، په افغان حکومت کې اهمال، ضعیف حقوقي نظام او د قانون د حاکمیت په چارو کې کمزورتیا د دې ټولو ستونزو اصلي ریښه ده.
په رپوټ کې راغلي چې د سیاسي بنسټونو لپاره کمې هڅې او د قضايي سیسټم په اصلاح او د چارو په سمولو کې کم کار وسله والو او جنایتکارو ډلو دا موقع پيدا کړې چې د سیاسي شخصیتونو په کړېو کې ځای پیدا کړي.
د جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره د نړېوالو بحرانونو د ادارې مسوله سمینه احمد وايي، له وسله والو سره په روغه کولو کې بیړه به نه د افغانانو په ګټه وي او نه هم د هغو اندیښنو ځواب ویلای شي چې د افغانستان د حکومت د کمزورتیا له امله په سیمه او نړۍ کې شته .
په عین حال کې په کابل کې د ایساف د ځواکونو ویاند د دې رپوټ په ځواب کې ویلي چې دوي به د افغانستان خلک او حکومت کله هم یوازې نه پریږدي.
د چهتهم هاوس ویب سایټ:
د شاهي بریتانیې د نړېوالو اړیکو انسټیټیوټ چهتهم هاوس، په خپله ویب پاڼه په یوه مطلب کې د منځني ختیځ، په ځانګړي ډول د افغانستان او په عمومي ډول د سیمې د وضعیت په ثبات کې د سعودي عربستان پر رول خبرې کړي دي.
د مقالې په یوه برخه کې راغلي، یو شمېر رپوټونه وايي چې د روانې میاشتې په پاې کې ښايي په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي ډلو استازي په مکه کې غونډه وکړي.
د لیکوال په باور په دې غوڼډه کې پر برخې اخیستونکو ډلو د سعودي عربستان په سیاسي او مالي نفوذ سترګې نه شو پټولاې.
د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې سعودي عربستان له دوو کلونو راهیسې څرګنده کړې او په وروستیو کې یې یو وار بیا تاکید کړې چې دغه هېواد یوازې په هغه صورت کې په افغانستان د سولې په هلو ځلو کې برخه اخلي چې طالبان د ټولو وسله والو جهادي ډلو سره خپلې اړیکې قطع کړي.
د مقالې د لیکوال په باور، د سعودي عربستان دا موقف له پاکستان څخه د دې هېواد له ملاتړ سره په تضاد کې دې، ځکه هغه هېواد په کشمیر کې له داسې ډلو سره ارتباط لري.