د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

محمدي:پولیسو په جګړې کې د ګډون له امله، د خپلو اصلي مسئولیتونو له مسیر نه فاصله نیولی


د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان محمدي
د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان محمدي
وروسته له هغې چې افغان دولت او نړېوالې ټولنې هوکړه وکړه، چې په راتلونکي میلادي کال کې به افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو چاره پیلیږي، د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په همدې هدف د یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو له استازېو او کارپوهانو سره دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه چې د پولیسو په پیاوړي کولو کې د هغوي لا ډیره مرسته او همکاري راجذب کړي.

غونډې ته په وینا کې د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان محمدي وویل، افغان پولیسو زیاتره له وسلوالو مخالفینو سره په جګړې بوخت او د ټولنې د عامه نظم ساتلو له دندې څخه یو څه لرې شوي دي:

(له بده مرغه زموږ پولیسو د هېواد له دښمنانو سره په جګړې کې د ګډون له امله، د خپلو اصلي مسئولیتونو له مسیر نه چې د پولیسو په قانون کې ذکر شوي، فاصله نیولې.

له همدې امله د کورنیو چارو وزارت په وړاندې چلنجونه نه یوازې د عامه نظم تامین، د سرحدونو ساتنه، له جرایمو سره مبارزه او له مخدره موادو سره مبارزه ده، بلکې تر ډیر چلنج ورته له یاغیانو سره جګړه ده.

موږ تاسو ټول د دې لپاره را بللي یاست، چې د پولیسو د پیاوړي کېدو لپاره ستاسو له کامیابو تجربو نه په دې برخه کې ګټه واخلم.)

ښاغلي محمدي وویل، چې پولیسو د ودې په حال کې دي او دا مهال یې د کمیت او کیفیت له پلوه د پیاوړي کېدو لپاره هلې ځلې ګړندۍ او متمرکزې شوي دي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې افغان پولیسو ته پوره مسلکي روزنه نه ورکول کیږي او که دا تشه ډکه نشي نو یوازې د ښارونو د عامه نظم په ساتلو کې به یې هم نیمګړتیاوې پوره نه شي.

د پوځي چارو یو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت ازادۍ راډیو ته وویل، چې پولیسو باید له وسلوالو مخالفینو څخه له جګړې راوباستل شي او یوازې د خپلو دندو لپاره دې ښه وروزل شي.

د افغانستان حکومت په داسې حال کې وايي، چې د پولیسو د پیاوړي کولو لپاره یې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي، چې د راپورونو له مخې دا مهال افغان پولیسو سم په وسلو سنبال نه دي، شمېر یې کم دی او له خلکو سره یې د چلند په اړه هم شکایتونه شوي دي.

خو ځینې کارپوهان وايي، په راتلونکو څو کلونو کې چې افغان امنیتي ځواکونو ته امنیت سپارل کیږي،. د پولیسو په ګډون د ټولو ځواکونو د پیاوړي کېدو لپاره تر روانو هلو ځلو لا جدي او ګړندېو اقداماتو ته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG