سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د هرات ولایت د یو شمیر معترضه کاندیدانو په حواله لیکلي، چې دوی د ایران د ګټو لپاره له وروستي لسټ څخه ایستل شوي.
ورځپاڼې ددې کاندیدانو په حواله لیکلي، چې دوی د ایران له لاس وهنو سره مخالفت کاوه او ددې کبله، چې له اسماعیل خان او ایران سره یی اړیکې ښې نه وي له لسټ څخه وغورزولې شول.
ورځپاڼه دا هم لیکي، دغو کاندیدانو ادعا کړې، چې دوی د اسماعیل خان په امر او د احمد ضیا رفعت په هڅه ناکام کړای شوي.
ورځپاڼه لیکي، کوم کسان، چې ددغو کاندیدانو پر ځاې بریالي اعلان شوي، د اسماعیل خان ملګري او ایران ته وفادار کسان دي.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د غزني ولایت د وروستیو پایلو د اعلان په ځنډولو بحث کړې او دا کار یی له سیاسي اغراضو ډک بللې.
ورځپاڼې کمسیون تورن کړې، چې قصدا یی د ستونزو د زیږولو هڅه کړې، خو د ورځپاڼې په وینا پښتانه، هزاره ګان او د افغانستان نور قومونه باید دې مسئلې ته متوجه شي، چې څوک ددوی پر ضد ناسم چلند ونکړي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په انتخاباتو کې د شویو درغلیو د څیړلو لپاره د لوی څارنوالۍ اقداماتو ته کتنه کړې.
ورځپاڼې پر دولت غږ کړې، چې د هیواد د عدلي ادارو ددې هڅو، چې په تیرو نهو کلونو کې په افغانستان کې د ټولنیز عدالت د ټینګښت لپاره لومړنې ګام بلل کیږي ملاتړ وکړي او پرې نږدي، چې دې مسئلې ته دې سیاسي رنګ ورکړل شي.
ورځپاڼې لیکلي، که چیرې دغه بهیر سیاسي بڼه خپله کړي، نو د مسئلې حل به بیا هم لوړ پوړو چارواکو ته پاتې وي او بیا به د خپل منځي مصلحت ښکار وي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې شوې درغلۍ د بهرنیو د لمسون نتیجه بللې، چې د ورځپاڼې په وینا د واک د وږو لخوا پلي شوي.
ورځپاڼه لیکي، چې ددې ټولو مسایلو ترشا یو هدف تعقیبیږي او هغه دا، چې افغانستان باید ثبات ته لار و نه مومي او په خپلو پښو ولاړ نظام ونلري.
ورځپاڼې پدې ترڅ کې د امروز په نامه د یو خصوصي ټلویزیون له لارې د یوې ویډیو خپریدو ته اشاره کړې، چې پکې بهرنیان د انتخاباتو په اړه د پیسو په راکړه ورکړه بوخت ښودل شوي، خو ورځپاڼې ددې بهرنیانو د هویت په اړه څه ندي ویلي، چې دا څوک دي.
ورځپاڼې وړاندې د حکومت او ادارې کمزوریو ته هم اشاره کړې او لیکلي، که دا بهرني رشوت خواره او د ولس وژونکي رسوا هم شي، نو څه ځکه د ورځپاڼې په وینا نظام دومره کمزورې دې، چې په خپله ځان ته ستونزې او لانجې جوړوي او د غمیزو مخنیوې نشي کولې.