د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

فیدوتوف: تر ټولو زیات کوکنار په ۵ ناامنو ولایتونو کې کرل کیږي


د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو اداره په افغانستان کې د نشه یي توکو په خلاف د روانې مبارزې د لا ښه والي لپاره د یوې نړېوالې ستراتیژۍ د جوړولو سپارښتنه کوي.

دغه اداره وایي، چې د افغانستان په ځینو سیمو کې روانه نا امنۍ او اداري فساد د نشه یي توکو په خلاف د روانې مبارزې په وړاندې اساسي خنډونه دي.

د دې ادارې اجراییوي مشر یوري فیدوتوف، چې اوس مهال افغانستان ته په یو رسمي سفر راغلې د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې زیات کوکنار په هغو پنځو ولایتونو کې کرل کیږي، چې د ده په وینا نا امني په کې زیاته ده.

ده وویل، چې له نړېوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو سره هم خبرې کوي، څو په دې برخه کې له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړي او خپلې مرستې زیاتې کړي:

"د افغانستان زیاتره ستونزه دا ده، چېرته، چې غښتلې حکومت یا اداره موجوده ده او چیرته، چې د قانون حاکمیت موجود دی هلته د کوکنارو کښت له منځه وړل شوې.

په افغانستان کې د کوکنارو کښت په هغو پنځو ولایتونو کې تمرکز لري، چې د ناامنیو او جنګونو تمرکز هم دی. زه به د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو د ادارې د مشر په توګه له مرسته کوونکو هېوادونو سره خپل کار ته دوام ورکړم، څو په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو لپاره د دوی زیات ملاتړ ترلاسه کړو."

یوري فیدوتوف که څه هم د نشه یي توکو په خلاف روانې هڅې ګټورې وبللې او ویې ویل، چې د دوی یوه نوې سروې ښیي، چې سږ کال په افغانستان کې د نشه یي توکو کرکیله او تولید کې په سلو کې اته څلویښت کمښت راغلې.

هغه په خپلو خبرو کې د افغان بزګرانو لپاره، چې د کوکنارو له کښت نه لاس اخلي د بدیل معشت په برابرلو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې د بزګرانو ستونزې باید هوارې شي.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ادارې مشر په یو داسې وخت کې افغانستان ته راغلی، چې په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزه ناسته پای ته ورسېدله.

ښاغلي فیدوتوف دا د دریو واړو هېوادونو د نشه یي توکو په خلاف د چارواکو ترمنځ دا غونډه خورا مهمه وبلله او ویې ویل:

"دوی د عمل یو پلان تصویب کړی، چې په دې پلان کې د همکارۍ، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې، د ګډو عملیاتو او هماهنګي ځانګړې سیمې جوتې شوي.

دوی اوس چمتو دي، چې د دې پلان له مخې عمل وکړي او ځیني ګډ عملیات ترسره کړي. د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو اداره به د دغه اقدام ملاتړ ته دوام ورکړي."

په افغانستان کې که څه هم د نشه یي توکو د کرکیلې او تولید په خلاف پراخې هڅې روانې دي، خو په ځینو مواردو کې دا هڅې ځکه نیمګړې بریښي، چې د افغان چارواکو او بزګرانو په وینا نړېواله ټولنه په دې برخه کې د همکارۍ لپاره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

د افغان چارواکو په وینا بریتانیه او امریکا یوازني هېوادونه دي، چې له دوی سره په دې برخه کې مرسته کوي پاتې هر څه د ژمنې تر حده پاتې دي.

افغان کتونکي په روانه مبارزه کې د افغان حکومت او بزګرانو ستونزو ته په اشارې دا خبرداری ورکوي، که چېرې نړېوالې ټولنې په دې برخه کې د همکارۍ لپاره عملي ګامونه پورته نه کړل، نو ممکن دا مبارزه شته لاسته راوړنې په بده توګه اغیزمنې شي.
XS
SM
MD
LG