د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې د سړي تښتوونکي د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د دوي د منسوبینو هڅې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې زیاتې شوي او په هر اقدام کې یي د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند سعید انصاري وایي، په تېرو دوو اونیو کې یي د کابل په ښارکې د سړي تښتوونکو دوه ډلې نیولي او قانوني ارګانونو ته یي سپارلي دي.
انصاري وویل، چې دی ډلو په کابل او مزارشریف کې، په سړي تښتونو، غلا، وژنو او داسې نورو جرمونو کې لوی لاس درلود.
سعید انصاری وویل، دی ډلو زیاته هڅه کړې ده، د پیسو د لاس ته راوړلو لپاره ملي سوداګر په نښه کړي، ده د مجرمینو پر ضد د مبارزې په هکله زیاته کړه:
(د ملي امنیت د ارګان د منسوبینو مبارزه له پخوا څخه ډیره پراخه او تیزه شوی ده او ادامه به ولري، لکه څنګه چې دا ډلې ونیول شوی هیله ده د هېواد په هره سیمه کې ورته ډلې هم ونیسو او خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره کړو.)
د ملي امنیت د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسي تر اوسه پنځوس سړي تښتوونکي چې د مختلفو جرمونو په پنځه لس ډلو کې تنظیم و، نیولي دي، دا ریاست دا هم وایي چې له دې ډلو څخه اوه تنه تښتول شوي هم ازاد کړای شوي دي.
له بلې خوا افغان سوداګر او پانګوال وایي، د سړي تښتوونکو له ویرې ځیني سوداګر زړه نه ښه کوي چې، په هېواد کې پانګې اچونې وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ د خونې د مشر تابه هیئت غړي خان جان الکوزي دغه انديښنه له ازادۍ رادیو سره داسې شریکه کړه:
(د لسو کالو په موده کې په افغانستان کې پانګه والو د ۶ میلیارډه ډالرو په ارزښت باندې خپله پانګه اچونه کړې، مګر دغه سړي تښتونې چې په ۲۰۰۸ ، ۲۰۰۹ او همدارنګه په ۲۰۱۰ کې وشوی دا د دې سبب شوې چې پانګه بیرته له هېواده ووځي او پانګه وال بهر ته لاړل او فابریکې ودریدې او ډیری خلک بې روزګاره پاتې شول ،چې دا کار د اندیښنې وړ ده،)
په افغانستان کې د سوداګرو تښتونه په تېرو څه باندې نهو کلونو کې، په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ او پانګې اچونې د لارې خنډ شوي ده او د همدې له امله ویل کیږي چې، ځینو سوداګرو چې په هېواد کې یي پانګې اچولې وې، نور نه غواړي چې د دوي فعالیتونه دې په دې هېواد کې پراخ شي.
ملي سوداګر او پانګوال د سړي تښتوونکو پر وړاندې د امنیتي ارګانونو نور اقدامات هم غواړي.
راپور: خان محمد(سیند)، کابل