د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۸

په ختیځ کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی کم شوی


په ننګرهار کې د بشري حقونو د کميسون دفتر وايي، د تېرو کلونو په نسبت په ختيځو سيمو کې د ښځو د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې او د خلکو د عامه پوهاوي په وجه اړوندو ادارو ته لاس رسۍ پراخه شوی دى.

د بشري حقونو په کميسون کې د ښځينه و د حقوقو د ملاتړ څانګې مشرې صبرينا حميدي د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځنې په وخت ازادۍ راډيو ته وويل، دا د هغو ادارو هڅې دي چې د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه په مختلفو سيمو کې يې د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي دي. نوموړې زياته کړه:

تېر کال مو ټولې ٥٢٠ پېښې له مختلفو اداراتو نه لرلې خو سږ کال تر اوسه په دې ٨ مياشتو کې له ختيځو سيمو، لغمان، کونړ او ننګرهار نه ټولې ٧٥ قضيې ثبت کړي دي.

د ننګرهار د ښځو چارو رئيسې انيسه عمراني وويل: د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى شته؛ خو سږ کال د پخوا په نسبت د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړالي په وجه د ستونزو د حل اميدونه ډېر دي، اوس د خلکو د شکايتونو مرجع شته، خو اقتصادي ستونزې، بې سوادي او ناوړه دودونه هغه څه دي، چې لا هم د مېرمنو پر وړاندې ستونزې زېږوي.

د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځنې په وخت د ننګرهار ولايت ښځينه و نظر درلود، چې په عمومي توګه د ژوندانه د سطحې د لوړوالي په لاسته راوړنه به د ښځو د حقوقو د تامين زمينه هم برابرېږي، ځکه نو دوي غوښتنه لرله، چې د عامه خلکو اقتصادي او اجتماعي ستونزې بايد حل او د پوهنې چارې دې پراخه کړاى شي.

په ننګرهار کې د بشري حقونو کميسون د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځنې په وخت خبر ورکړى، چې تېر کال په ختيځو سيمو کې د ښځو د تاوتريخوالي ٥٢٠ پېښې ثبت شوي، خو سږ کال په ٨ مياشتو کې د دغه پېښو شمېر ٧٥ دى، دا کميسون وايي د تاوتريخوالي دا پېښې ځکه کمې شوي، چې د عامه اګاهۍ سطحه لوړه شوې ده.

راپور- محمد داود وفا،جلال اباد
XS
SM
MD
LG