خدمتګار نا دولتي ورځپانې په یو مطلب کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو هغو مواردو ته کتنه کړې، چې تر ډیره د انتخاباتو له کمسیون سره تړلی بلل کیږي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون غړو د کاندیدانو په اړه د قومي، ژبنیو او سمتي تعصباتو له مخې پریکړې کړي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د مولوي فضل احمد معنوي د دفتر رییس په انتخاباتو کې تر پراخې درغلۍ وروسته بهر ته تښتیدلي او د انتخاباتو کمسیون لویې څارنوالۍ ته د وررسیدلو شکایتونو د څیړنې اجازه نه ورکوي.
ورځپاڼې دا خبرداری هم ورکړی که چیرې د درغلیو له څیړنې مخکې د انتخاباتو پایلې اعلان شي، نو په هېواد کې به ستر ناورین رامنځ ته کړي.
باختر نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د انتخاباتو د برخه لیک په ټاکلو او د کاندیدانو په بریا کې د پیسو رول خورا جدي وو.
ورځپاڼې د لوی څارنوال د څرګندونو ځینې برخې هم خپرې کړي، چې ویلي یې دي، دا پریکړه، چې څوک باید ولسي جرګې ته ولاړ شي په دوبۍ او سرای شهزاده کې شوی.
خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې درغلۍ او سرغړونې خورا جدي دي او د هېواد عدلي او قضایي ادارې باید د هغو په وړاندې جدي چلند وکړي.
دې ورځپاڼې هم د انتخاباتو او د کاندیدانو د برخه لیک په اړه د پیسو لاس په لاس کیدل د دې انتخاباتو یوه اساسي ستونزه بللې.
خو ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې دې مسالې ته په پام سره، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نتایج نن اعلانیږي لیکلي، چې په دې اړه اوس هم د هېواد په بیلابیلو سیمو کې اعتراضونه دوام لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې دې اعتراضونو د لارو د بندیدو په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې ستونزې هم رامنځ ته کړي دي.
په افغانستان کې بهرنۍ لاس وهنه او د مخنیوي لارې چارې یې بله مساله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخستې.
باختر لیکلي، چې ولسمشر کرزي یو ځلې بیا دا تایید کړه، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې بهرنۍ لاس وهنه دوام لري.
خو ورځپاڼې په افغانستان کې د دې لاس وهنې د مخنیوي لپاره د غوره لارو د موندلو سپارښتنه کړې او لیکلي، چې دا اصلاح باید له لویه سره وشي.
خو ملي ارمان بیا په دې اړه د ولسمشر کرزي پرونیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې د دې لاس وهنې زمینه خپله افغانانو جوړه کړې.
ورځپاڼه لیکي، چې د ولسمشر کرزي اشاره تر ډیره د هیواد سیاسي څیرو او مشرانو ته وه، چې د ده په وینا د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنې زمینه یې برابره کړې.