د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

حامدکرزی: زموږ له مرستې پرته هېڅوک په افغانستان کې مداخله نه شي کولای


ولسشمر کرزی وايي، زموږ فکري سرحدونه زیانمن شوي او له ذهني اسارت سره مخ یو، د هېواد جغرافیايي او فزیکي پولې خوندي دي
ولسشمر کرزی وايي، زموږ فکري سرحدونه زیانمن شوي او له ذهني اسارت سره مخ یو، د هېواد جغرافیايي او فزیکي پولې خوندي دي

ولسمشر کرزي د سې شنبې ورځې په خبرې غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ومنله چې ګاونډيو هیوادونوزمونږپه کورنیو چاروکې لاسوهنه کړې اوکوي یې خو دغه لاسوهنوته خپله دافغانستان خلکولاره هواره کړیده.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه شوې موافقې که څه هم په هیواد کې د ګاونډیو د بیا لاس وهنې په اړه ځینې اندیښنې زیږولي، خو افغان ولسمشر په دې باور دې که خپله افغانان ونه غواړي دا لاس وهنې بیا نه شي تکراریدلی.

دا اندیښنې وروسته له هغې راولاړې شوې، چې د لېزبون په سرمشریزه کې د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو موافقه وکړه، چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې به د افغانستان امنیتي چارې خپله افغانانو ته سپاري او له راتلونکې کال نه د دوی د ځواکونو د کمولو لړۍ پیل شي.

ښاغلي کرزي، چې د لیزبون له سرمشریزې وروسته په کابل کې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، چې په هیواد کې د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنې زمینه خپله دوی برابره کړې او که دوی وغواړي د دغو لاس وهنو مخنیوی کولی شي.

"په دې کې هېڅ شک نشته چې په افغانستان کې لاسوهنه شوې او ډېره سخته لاسوهنه شوې او په دې کې هم شک نشته چې دغو لاسوهنو ته خپله موږ زمینه برابره کړې. که چېرې موږ نه وای غوښتي چې هغوی، زموږ په هېواد کې لاسوهنه وکړي، هغوی نه شوای کولای.

له بده مرغه زموږ فکري سرحدونه زیانمن شوي او له ذهني اسارت سره مخ یو، د هېواد جغرافیايي او فزیکي پولې خوندي دي، هغه کسان چې په کلیو او بانډو کې دي هغوی یې ساتي.

ایران لاسوهنه کوي، پاکستان لاسوهنه کوي، امریکا داسی کوي او ناټو هسې کوي، که چېرې پر وړاندې یې ودریږو نه یې شي کولای او که ونه دریږو او ویې منو نو بیا یې کولای شي."

که چیرې د افغانستان خلک بهرنیو لاسوهنو ته اجازه ورنه کړي افغانستان به په خپلو پښو ودریږي.

خو د سیاسي چارو څیړونکي بیا وایي، چې دا هر څه باید د هېواد له مشرانو پیل شي او هر کله، چې دوی خپل فکرونه بدل کړل، خلک خپله بدلیږي.

د سیاسي چارو کتونکې احمد سعیدي د ښاغلي کرزي په دې څرګندونو د خپلې تبصرې په دوام وویل.

"پرته له شکه ګاونډیان د افغانستان په چارو کې مداخله کړې او کوي به یې، تر هغه چې دا مداخله قطع نه شي په افغانستان کې سوله نه شي راتلی.

ولسمشر چې دا خبره کوي، چې خوږ ذهني خودمختاري نه لرو باید خپل فکر بدل کړو، زه وایم چې ولسمشر تر ټول مشر دی، که دی په خپله فکر کې بدلون راولي ښکاره خپره ده، چې نور ذهنونه په خپله بدلون مومي."

افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د راتګ مخکې هغه مهال، چې دا هیواد د کورنیو جنګونو په اور کې سوځیده د سیمې او په تیره بیا ګاونډیو هېوادونو پراخې لاس وهنې کولې او له ځانګړو ډلو یې ملاتړ کاوه.

د یوشمېر کارپوهانو په باور اوس هم داسې هڅې ترسره کیږي څو دغه هیواد په روانو ناامنیو او بې ثباتیو کې ښکیل پاتې شي.

خو د افغانستان ولسمشر وايي: د بهرنیو د لاسوهنو د بندیدو یواځینی لار د خلکو په یووالي کې ده که چیرې خلک اجازه ورنه کړي هیڅ یوهېواد نه شي کولای د افغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنه وکړي.
XS
SM
MD
LG