افغان ولسمشر حامد کرزي په لېزبون کې د ناټو د سرمشریزي غونډې له پریکړو په ځانګړي توګه افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنیتي چارو د واک سپارلو څخه خوښي وښووله.
په دغه غونډه کې چې د نومبر پر ۱۹ د پرتګال په مرکز لیزبون کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه، افغان امنیتي ځواکونو ته د ۲۰۱۴ کال تر پایه په تدریجي ډول د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو پرېکړه شوې ده.
ولسمشر کرزي له لېزبون څخه تر راتګ وروسته د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، سره له دې چې له ۲۰۱۱ کاله وروسته به واک د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته په تدریجي ډول وسپارل شي، خو د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم ناټو ځواکونه له افغانستانه خپل ملاتړی رول ولري.
ښاغلي کرزي وویل، چې د دغي غونډې پرېکړې به د سیمې د یوه هیواد په زیان هم نه وې.
“پرېکړه پر دې وشوه چې، تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان او ناټو اړیکې دوام وکړي، دوی به د افغان ځواکونو د ملاتړ، سمبالولو، تمویل او روزلو په برخه کې مرسته کوي او افغانستان ته د ترهګرو د راتګ او په افغانستان او سیمه کې د تاوتریخوالي او تروریزم د ودې په مخنیوي کې همکاري کوي.
په افغانستان کې د ناټو حضور تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې د یوه ملګري په توګه به وي، په هیڅ ډول د سیمې او یا بل درېیم هیواد په زیان نه دی.”
افغان ولسمشر له ټولو خلکو وغوښته چې د امنیتي مسوولیتونو په سپارلو کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي، نوموړي وویل، چې په ټاکلي وخت کې به افغان ځواکونه لا غښتلي او ښه و روزل شي.
همدارنګه نوموړي یو ځل بیا وویل، که ناټو د افغان ځواکونو په روزلو او سمبالولو کې مرسته ونه کړي نو دوی به د نورو هیوادونو څخه د مرستي غوښتنه وکړي، خو ده د کوم هیواد نوم یاد نه کړ.
“ناټو زموږ سره ومنله چې افغانستان حق لري او کولای شي، چې له اوسه تر درو کلونو هره ورځ چې وغواړي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قانوني کېدو په اړه اقدام وکړي.
بله مهمه مساله دا ده، چې زموږ پرېکړي له ناټو سره او د ناټو وعدې زموږ سره د دې سبب نه شي کېدای، چې موږ له نورو هیوادونو سره دواړه خیزه سیاسي او پوځي اړیکې ونه لرو.”
په لېزبن کې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه داسي وخت کیږي، چې د افغان دولت وسلوالو مخالفینو خپلو وسلوالو حملو ته تر پخوا زور ورکړی.
د سیاسي او پوځي چارو څېړونکي په دې باور دي، چې افغان ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کاله د امنیتي چارو د مسوولیت توان ونه لري.
خو افغان ولسمشر کزری ډاډ ورکړ، چې د ناټو غړي هیوادونه تر ۲۰۱۴ کاله وروسته هم خپل پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي او امریکا او نور هیوادونه د افغانستان د ملي ګټو په خوندي کولو کې او له دغه هیواده په دفاع کولو کې ملګري دي.
راپور: معصوم میوند