د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

ناټو تصویب کړه چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به افغان لورې ته امنیتي چارې سپاري


افغان ولسمشر حامد کرزی د ناټو د عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن سره د اوږدمهالې همکارۍ د تړون د لاسلیک پر مهال.
افغان ولسمشر حامد کرزی د ناټو د عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن سره د اوږدمهالې همکارۍ د تړون د لاسلیک پر مهال.

د ناټو مشرانو د شنبې په ورځ په لیزبون کې یو پلان تصویب کړ چې له مخې به يې راتلونکې کال له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل پیلیږي او د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به د افغانستان د ټولو.

خو ناټو دا ژمنه هم وکړه چې له افغان دولت او خلکو سره به ددغه تړون مرسته او همکاري تر اوږدې مودې پورې دوام ومومي او افغانستان به یوازې پرینږدي.

د ناټو پلان د افغان ولسمشر حامدکرزي او ددغه تړون د سرمنشي اندریس فوګ راسموسن تر منځ لاسلیک شو.

له موافقې وروسته افغان ولسمشر، د ناټو عمومي منشي ،او د ملګرو ملتونو سرمنشي یوه ګډ خبري کانفرانس ته څرګندونې هم وکړې.

راسموسن وویل ناټو به راتلونکې کال له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو په کمولو پیل وکړي خو دا تړون به افغانستان ته شاه نه کړي څو دا هیواد بیا په ګډوډیو کې ښکیل نشي.

نوموړي وویل ناټو به افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو له سپارلو وروسته د افغان ځواکونو روزنې او له هغوي څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

اندریس فوګ راسموسن وویل طالبان دې دا خبره له ذهنه وباسي چې ګواکې ناټو او نړیواله ټولنه به افغانستان یوازې پریږدي.

د هغه په وینا مونږ تر هغې پورې په افغانستان کې پاتي یو تر څو خپل ماموریت او مسولیتونه سر ته ونه رسوو.

د ناټو عمومي منشي وویل افغان ځواکونو ثابته کړې ده چې د خپل هیواد د امنیت ساتلو توان لري او نړیوال ځواکونه به د هغوي د مرستې لپاره په افغانستان کې پاتې وي.

ولسمشر حامدکرزي په خپلو څرګندونو کې وویل د افغانستان ځواکونه به وتوانیږي چې له ۲۰۱۴ کاله اخوا د خپل هیواد امینتي مسولیتونه پر غاړه واخلي .

ښاغلي کرزي وویل خکومت به يې له خپل لوري په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره جدي ګامونه واخلي.

حامدکرزي وویل د ناټو له مشرانو سره په افغانستان کې د سولې د سولې د پروسې په اړه خبري وکړې او دی خوښ دی چې د نړۍ مشرانو ورسره په دې بهیرکې د پوره ملاتړ او همکارۍ ژمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وویل د افغان حکومت او ناټو په هڅو کې به دا سازمان مرسته وکړي او په افغانستان کې به د سولې او ارامۍ لپاره خپلو ملکي هلو ځلو ته دوام ورکړي.

بان کي مون وویل په افغانستان کې اوسنۍ شخړه یوازې له پوځی لارې نشي حل کیداۍ بلکه ددغه هیواد ټولې خواوې باید په خپلو کې د سیاسي او سولئیزه حل لپاره د خبرو اترو پروسه پر مخ یوسي.
XS
SM
MD
LG