د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

کاناډا افغانستان کې پوځي عملیات پای ته رسوي


د کاناډا بیرغ
د کاناډا بیرغ

په افغانستان کې د پوځي ماموریت د دوام د څرنګوالي په برخه کې په کاناډا کې د تېرو څو ورځو له رامنځ ته شویو لانجو وروسته د کاناډا د حکومت جګپوړو چارواکو د سه شنبې په ورځ رسماً اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دې هېواد جنګي ماموریت د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې پای ته رسېږي.

په کاناډا کې د ازادۍ راډیو د خبریال د راپور له مخې د کاناډا د دفاع او بهرنیوچارو وزیرانو دواړو وویل چې شاوخوا زر تنه کاناډايي سرتېري او منصبداران به د افغان ځواکونو د روزنې او ټرېنېنګ په مقصد تر راتلونکو دریو کلونو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

په تېرو څو ورځو کې د پرتګال په مرکز لزبن کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې کاناډايي چارواکو په دې برخه کې هېڅ راز شک نه و پریښی چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره به د دې هېواد سلګونه سرتیري او منصبداران په افغانستان کې پاتې شي.

له دې مخکې د کاناډا په پارلمان کې پر دې خبره سخته لانجه رامینځ ته شوې وه چې په دې اړه جزییات ډېر روښانه نه دي.

ځینو اندېښنه درلوده چې په افغانستان کې د کاناډايي پوځ د ماموریت دوام به که څه هم د افغان ځواکونو د روزنې په مقصد وي، د پوځي عملیاتو د دوام په معنا وي.

د کاناډا د دفاع وزیر پیټرمک کې په دې اړه په ډېر وضاحت سره خبرې وکړې:

((زموږ ټول جنګي عملیات به د راتلونکي کال په جولای میاشت کې پای ته ورسېږي.))

ښاغلي مک کې زیاته کړه چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت به د روزنې په یوه پروګرام بدل شي. د روزنې د دې پروګرام د پیل په اړه د کاناډا دفاع وزیر وویل:

((د روزنې او ترېنېنګ پروګرام به ژرترژره پیل شي او موږ باید د دې موضوع په اړه له ناټو سره خبرې وکړو.))

ښاغلي مک کې همداراز وویل چې د کاناډا د پوځ له خوا د افغان ځواکونو د ترېنېنګ پروګرام به تر دریو کلونو، یعنې تر ۲۰۱۴ کاله دوام وکړي او کلنی لګښت یې پنځه سوه میلیونه ډالر اټکل کېږي.

د افغانستان د ماموریت په اړه په کاناډا کې له معمولو لانجو سره سره، داسې نه ښکاري چې د کاناډا پارلمان به د حکومت له دې پرېکړې سره چې ظاهراً ناټو هم موافقه ورسره کړې ده، کوم جدي مخالف وکړي ځکه په دې کې د عمده مخالف ګوند اکثر غوښتنې هم شاملې دي.

په دې معنا چې کاناډايي پوځیان به له ۲۰۱۱ کال وروسته په جګړه کې برخه نلري، د کاناډايي ترېنرانو د تدریس ځای به د کندهار له نسبتاً ناامنه ولایت څخه بهر وي او ترېنران به د تدریس پرمهال د خپلو مرکزونو له ساحې بهر نه وزي او د جګړې میدان به نه ویني.

د کاناډا د حکومت دا پرېکړه به له یوې خوا په افغانستان کې د کاناډا د پوځي ماموریت کورني مخالفین قانع کړي او له بلې خوا ناټو به هم له دې راضي وي چې د کاناډايي ټرېنرانو شمېر به له هغې شمېرې سره انډول وي چې ناټو د افغان ځواکونو د روزنې لپاره اټکل کړې وه او په دې ډول به ناټو له غړو هېوادونو څخه د نورو روزونکو د پرله پسې غوښتنو له ستونزې خلاصه شي.
XS
SM
MD
LG