پدې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا د خاصو ځواکونو د شپې له خوا عملیات دري برابره شوې او زیاتې لاسته راوړنې یې هم درلودې.
د عملیاتو په نتیجه کې زیات شمېر وسله وال نیول شوي دي. خو په عملیاتو کې له پرمختګونو سره سره، جمهور رییس کرزی د امریکا د پوځ په عملیاتو انتقادونه کوي.
جمهور رییس کرزي د یکشنبې په ورځ واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي و، د نیمې شپې په تیاره کې د افغانانوکورونوته د امریکایي عسکرو د داخلیدو له وجې، خلک په غوسه کیږي او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له جګړې سره د ولس ملاتړ کمیږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: جمهور رییس کرزی پدې بارو دی چې دا ډول عملیات باید د اړتیا په وخت کې د افغان ځواکونو او ددي هیواد د قوانینو په رڼا کې تر سره شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د جمهوریت غوښتونکی سناتور لیندزي ګراهم خبره هم راخیستي چی وایي، که چیری په افغانستان کي جنرال پیتریوس د شپي په تېاره کي عملیات ونکړې نو ددي هیواد لپاره جوړه شوې ستراتیژي به له ستونزو سره مخامخه شي.
د امریکا پوځیان هم پدي باور دي چي پر دښمن باندې د ساحې تنګولو او د هغوی د ټکولو لپاره د شپې له خوا عملیات اغیزمن دي.
خو ورځپاڼې د جنرال پیتریوس د خبرو یادونه کړې چي وایي، د شپي له خوا په ټولو عملیاتو کی افغان ځواکونوبرخه لري. دغه راز د ملي او عنعنوی حساسیتونو د مخنیوي په مقصد، د ضرورت په وخت کې افغان ښځینه پولیس کورونو ته دا خلیږي.
نیویارک ټایمز لیکي: چي خبره داسي ده نو افغان حکومت باید د دغو عملیاتو په اړه شکایتونه ونکړي. په عین حال کي امریکایي ځواکونه هم باید په عملیاتو کي د خپلو بریاوپر مهال د افغانانو ملي حساسیتونو ته زیات پام وکړي.
په انګلستان کي خپریدونکي ورځپاڼې انډپنډنټ هم په وروستۍ ګڼې کي د جمهور رییس حامد کرزي د وروستیو اعتراضونو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کي یي لیکي: جمهور رییس کرزی وایي، امریکایی ځواکونه د شپي له خوا عملیاتو کي افغانان له ځانه لري کوي او دا مسله به ورته په سیاسي لحاظ ډېره ګرانه تمامه شي.
د ورځپاڼې په باور، که څه هم چي جمهور رییس کرزی کمزوری مشر دی، خو امریکایان یي ښه پیژندلې دي.
انډپنډنټ زیاتوي، جمهور رییس کرزی پوهیږي، که دده پر ځاي یي بل بدیل یا بل مشر په افغانستان کي درولوداي نو د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کي چي د دوی په وینا درغلۍ پکي وې، حتما به یي صحنې ته کړاي واي.
خو د افغانستان حکومت او څیړونکې پدې باور دي چی دا مهال متحده ایالات په افغانستان کی بل انتخاب نلري او مجبور دي چی جمهور رییس کرزی د خپل شریک په حیث ومني او انتقادونو ته یي پام وکړې.