د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

نور: په ټاکنو کې د اسماعیل خان له خوا د لاسوهنو په اړه څېړنه کوو


د انتخاباتو د کمیسون ویاند نور محمد نور
د انتخاباتو د کمیسون ویاند نور محمد نور
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون وايي، د هغې ادعا په اړه تحقیقات کوي چې په کې ویل شوي د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر محمد اسمعیل خان د ورستیو انتخاباتو په نتیجو کې لاس وهنه کړې ده.

د انتخاباتو د کمیسون ویاند نور محمد نور تیره ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دوی یو صوتي پیغام تر لاسه کړی، چې په کې یو تن په کابل کې د انتخاباتو د کمیسون له یوه کارکونکي څخه پر تیلیفون غواړي چې د هرات ولایت د کامیابو کاندیدانو په لیست کې بدلون راوولي.

په دې اړه د انتخاباتو د کمیسون له ویاند نور محمد نور سره احمد شیبر مرکه کړې، دا مرکه او د اوبو او انرژۍ ویزر اسمعیل خان ته منسوبه تیلفوني مکالمه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اوریدلی شۍ :
XS
SM
MD
LG