د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۱

رهین:د باچاخان د انځورونو نندارتون به د یوې اونۍ لپاره پرانیستی وي


د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین
د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت په کابل کې د باچا خان د نړېوال سمینار په څنډه کې د ده د سیاسي ژوند او فعالیتونو یو نندارتون هم پرانیستې دې.

په دې نندارتون کې تر ډیره د باچا خان هغه انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ارشیف کې پراته وو.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، چې دا نندارتون به د یوې اونۍ لپاره پرانیستې وي.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې،چې دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلای شي.
XS
SM
MD
LG