د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


ټیک چې ځینې ورته ماتیکه هم وایي د افغانو ښځو او انجونو له اصیلو ګاڼو څخه یوه ګاڼه ده، ټیک تل له اوربل سره یادېږي ځکه چې د دې ګاڼې ځنځیر د پیاڅې په سر کلکېږي او لاندې په تندي را پرېوزي. ځینې انجونې بیا ټیک د غوږ له پاسه را ځړوي.

ټيکونه معمولا کلي والې انجونې او ښځې کاروي خو خاطره چې ښاري پیغله ده وایي چې هر وخت افغاني ګنډ او یا پنجابي او شراره اغوندي نو ټیک هم ځړوي.

پخوا ټیکونه زیاتره له سپینو زرو څخه جوړېدل چې اوس یې هم زیاتره کوچۍ پیغلې کاروي خو حوریه چې په کابل پوهنتون کې زده کړې کوي وایي، چې یخک ټیکونه او زیور نن سبا موډ دي خو چې افغاني ګنډ اغوندي نو هماغه پخواني د سپینو زرو ګاڼه کاروي.

د بنجاره دوکاندار محمد نعیم وايي، چې نن درې ډول ټیکونه د سرو او سپینو زرو او یخکو شته خو د دوي فروشات د یخکو زیات دي ځکه په هر رنګ پیدا کېږي.

لکه څنګه چې د ويېښتو سټایل له څېرې سره سم انتخابېږي دغه راز ویل کېږي چې د مخ سینګار او د ګاڼو کارونه هم باید له څېرې سره تناسب ولري، خاطره وایي چې ټيک هم په ځینو څېرو ښه ښکاري.

ــــــــ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مقامات وایي، چې اوس مهال د پولیسو په لیکو کې یو زر او دوه سوه ښځینه پولیس دنده ترسره کوي خو دغه وزارت پنځه زره ښخینه پولیسو ته اړتیا لري.

د همدې شمېر پولیسو د پوره کولو لپاره د پولیسو اکاډیمي د خپلو څو کلنو روزنیزو ټولګیو تر څنګ انجونو ته لڼد مهاله روزنیز کورسونه هم جوړ کړي.

عاطفه د هغو شپږ ویشتو انجونو له ډلې څخه ده چې د پولیسو اکاډیمي د لنډ مهاله کورسونو له نهمې دورې فارغه شوه، عاطفه وایي چې شوق د پولیسو لیکو ته راکاږله، دا چې د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې دنده تر سره کوي وایي چې له دې مخکې یې هغه مهارتونه او پوهه چې یو پولیس یې باید ولري نه لرله خو اوس یې په دوه میاشتو کورس کې ډېر څه زده کړل.


که څه هم تر اوسه ګڼې افغانې کورنۍ دا ښه نه ایسوي چې خور لور یې د پولیسو په لیکو کې شاملې شي خو اوس اوس یو شمېر کورنیو او په خپله انجونو د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو اهمیت ته پام شوی او دې برخې ته راځي، مریم وایي چې دا او خور یې دواړه د پولیسو په لیکو کې خدمت کوي او کورنۍ یې هم ملاتړه ده.

د پولیسو اکاډيمي د جندر او بشري حقونو د ریاست مرستیال سید عمر صبوري وایي، چې اوس زیاتره ښځینه يولیس د تلاشۍ په برخه، په ښځینه زندانونو او څارنوالیو کې دنده ترسره کوي خو دوي پلان لري چې ښځینه پولیسو ته د ادارې او رهبرۍ کورسونه هم جوړ کړي تر څو په لوړو پستونواو رهبرۍ کې هم ونډه ولري:

(موږ پرېکړه کړې چې خپلو خویندو ته د دې دوو میاشتنیو کورسونو تر څنګ په نژدې راتلونکې کې د رهبرۍ او ادارې یو درې میاشتنی کورس هم جوړ کړو تر څو وروسته له دې د پولیسو په لوړو پستونو کې هم ځوانې خویندې کار وکړي.)

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG